کابل ښاریان: طالبانو ته د ولسمشر وروستي وړاندیزونه هیله بخښونکي دي

ولسمشر غني

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وسله‎والو طالبانو ته د سولې په برخه کې د افغان ولسمشر د وروستيو وړاندیزونو هرکلی کوي او وايي، دا د هېواد د سولې او ثبات لپاره یو نېک اقدام دی.

دوی دا هم وايي چې دا طالبانو لپاره یو مناسب فرصت دی چې د سولې له پروسې سره یوځای شي.

د یو سیاسي حزب په توګه د طالبانو منل، د ملي اجماع رامنځته کول، د طالبانو د زندانیانو ازادول، بېرته یوځای کېدل (ادغام مجدد) او د هغه طالبانو د امنیت ټینګښت چې د سولې له پروسې سره یوځای کېږي، د سولې په برخه کې د ولسمشر هغه وړاندیزونه دي چې د «کابل پروسې» په دوهمه ناسته کې يې درلودل.

د ازادي راډیو خبریال اکرام‎الله اکرام په همدې اړه یو ښاري راپور چمتو کړی دی.

د دغه راپور د اورېدو لپاره‌ لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د اکرام‌الله اکرام غږیز ښاري راپور