خوندي خوړو ته نه‌لاسرسي او خوارځواکۍ د فقر کچه لوړه کړې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د خوړو خوندیتوب او د خوارځواکۍ د کچې ټيټوالی په هېواد کې د لوږې او بې‌وزلۍ مخه نیسي.

افغان حکومت په داسې حال کې د خوړو د خوندیتوب او تغذیې د ملي اجنډا د پلي کولو لپاره هڅې پیل کړي چې لا هم په هېواد کې ۳۹ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې رئیس همایون لودین د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶کال د کب ۰۸» ازادي راډیو ته وویل چې خوندي خوړو ته نه‌لاسرسی او خوارځواکي د دې لامل شوې چې په هېواد کې د فقر کچه لوړه شي.

یو افغان معلول د خیر غوښتلو پرمهال.

نوموړي زیاته کړه:

"د خوارځواکۍ کچه چې څومره لوړېږي ورسره فقر زیاتېږي او څومره چې د خوارځواکۍ او کم خونۍ کچه ټیټېږي، خوړو ته د خلکو لاسرسی او توانايي زیاتېږي چې له مخې یې د فقر کچه ټيټه او ټولنه پرمختګ کوي."

ښاغلی لودین وايي، د هېواد ۳۰ سلنه وګړي اوس‌مهال خوندي خوړو ته لاسرسی نه‌لري چې له امله‌یې په ډول ډول ناروغیو اخته شوي.

نوموړی وايي، اوس‌مهال ۴۱ سلنه ماشومان په مزمنې خوارځواکۍ او ۴۴ سلنه ماشومان او ۴۰ فیصده میندې د وینې له کموالي سره مخ دي.

په افغانستان کې روانې جنګ جګړې، ناامنۍ، ټولنیزې ستونزې، د کار ټیټ ظرفیتونه، له هېواده د پانګې تېښته او په حکومتي ادارو کې شته فساد د بې‎‌کارۍ لامل شوی چې بې‎وزلۍ او فقر ته‌‌‌یې لاره هواره کړې ده.

خو له دې ټولو سره سره د افغانستان د وزیرانو شورا د دارالانشا رئیس وايي، افغان حکومت په هېواد کې د فقر او بې‌وزلۍ د ختمولو لپاره د روان کال د میزان میاشتې راهیسې د يو شمېر نړیوالو بنسټونو په مرسته د خوړو د خوندیتوب او تغذیې ملي پروګرام پیل کړی دی.

افغان ماشومان

د دې شورا رئیس نصرالله ارسلايي، د سې شنبې په ورځ په کابل کې د خوړو د خوندیتوب او تغذیې د ملي اجنډا په پلي کولو کې د دیني عالمانو ونډې په نوم جوړې شوې ناستې ته وویل:

"افغان حکومت په هېواد کې د لوږې او خوارځواکۍ لوړې او د اندېښنې وړ فیصدۍ ته په کتو چې د هېوادوالو د فزیکي، جسمي او رواني ودې د مخنیوي لامل کېږي، د دې موضوع اهمیت ته په کتو دغه ملي مسئلې ته د رسېدنې په هدف د خوړو د خوندیتوب او تغذیې ملي اجنډا پیل کړه."

ښاغلی ارسلايي وايي، د دغې ملي اجنډا په پلي کېدو سره به تر ډېره په هېواد کې د لوږې او او خوارځواکۍ کچه راټیټه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، د افغانستان د وګړو په شمېر کې هر کال په داسې حال کې درې سلنه زیاتوالی راځي چې دغه هېواد په کلني ډول ۰،۵ سلنه اقتصادي وده لري.

راپور: واصل وصال