جمعیت ګوند: له ارګ سره مو ۱۸ ورځني ځنډېدلي مذاکرات بیا پیلېږي

په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست او جمعیت‎اسلامي ګوند ترمنځ خبرې اترې ځنډېدلي، د مذاکره کوونکي پلاوي یو شمېر غړي وايي، له ۱۸ ورځني ځنډ وروسته دغه مذاکرې بېرته پیلېږي.

د دغه پلاوي یوه غړي محي‎الدین مهدي د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د مذاکرو د پیل دقیقه نېټه په ډاګه نه‎کړه، خو هیله‌یې وښوده چې په‎دې اړه به یوې نتیجې ته ورسېږي.

جمعیت ګوند له ارګ سره د خبرو د بیا پیلېدو خبر ورکوي

دی وايي:

"د یو شمېر اختلافي مواردو موجودیت د دې لامل شوی و چې مذاکراتو کې ځند راشي، اوس تمه ده چې دغه مذاکرات بیا پیل شي. یو ځل موږ څو ورځنۍ وقفه درلوده او بیا هم ۱۸ ورځنۍ وقفه راغلې وه."

ښاغلي مهدي د ټولو اختلافي مواردو په اړه څه ونه‎ویل، خو یوازې يې د برښنايي تذکرو د وېش بهیر ته په اشارې وویل، ګمان کېږي چې ارګ به په‎دې برخه کې ملي اجماع ته حاضر شي او پر وینا يې د دې پروسې د درولو په اړه شک نه‎لري.

خو د افغانستان د نفوسو د احوال د ثبتولو مرکزي ادارې ویاند روح‎الله احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې په هېڅ صورت د تذکرو د وېش پیل شوی بهیر نه‌ځنډول کېږي.

په همدې حال کې د افغانستان جمهوري ریاست بیا له جمعیت ګوند سره د مذاکراتو د بیا پیل په اړه څه نه‌وايي.

د حکومت او جمعیت ګوند ترمنځ دغه کړکېچ وروسته له هغه زور واخیست چې ولسمشر غني د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور استعفا منظور کړه، خو ښاغلي نور د ولسمشر پرېکړه ونه‌منله او ځان‌یې د بلخ برحاله والي اعلان کړی.

جمهوري ریاست له جمعیت ګوند سره د مذاکراتو د بیا پیل په اړه څه نه وايي.

د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور له لیرې کېدو نږدې دوه میاشتې تېرېږي، خو لا هم نوموړی د بلخ د والي په توګه دنده پر مخ وړي.

ګمان کېږي چې ارګ به د برښنايي تذکرو برخه کې ملي اجماع ته حاضر شي.

ښاغلي نور خبرداری ورکړی، که مرکزي حکومت په بلخ کې د هغه لاسلیک باطل اعلان کړي، هغه به په ورته اقدام لاس پورې کړي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا وايي، په نظام کې د سیاسي کړکېچونو دوام به هېواد له بحران سره مخ کړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې قدرت‌الله ځواک ازادي راډیو ته وویل:

"روان وضعیت به دوه ستونزې مخې ته کړي، لومړی د سیاسي بې‌ثباتۍ لامل به وګرځي چې د نړیوالې ټولنې بې‌باوري به هم له ځان سره ولري او دوهم به د خلکو سیاسي ځواک ترمنځ واټن لاپسي پراخ کړي."

ښاغلي ځواک د سیاسي اجماع په جوړېدو ټينګار وکړ او ویې‌ویل، لومړی باید ټول سیاسیون خپل سیاسي اختلافات پرېږدي او د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره هڅه وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ