ملګري ملتونه په یوه راپور کې وایي چې هره ورځ په نړۍ کې اووه زره ماشومان مري او د افغانستان په څېر په بېوزلو هېوادونو کې هم د ماشومانو د مړینې شمېره ډېره لوړه ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې یونېسف په دغه راپور کې ویلي چې ډېری دغه مړينې د افغانستان، پاکستان او د افریقایي هېوادونو په ګډون په بېوزلو هېوادونو پورې تړلې دي.
خو په ښو اقتصاد لرونکو هېوادونو کې بیا ماشومان له نسبتاً یوه ښه ژوند څخه برخهمند دي.
د بېلګې په توګه په جاپان، آیسلنډ او سنګاپور کې د یونېسف په وینا ماشومان د ژوندي پاتې کېدو زیات چانس لري.
د دغه راپور له مخې په ټوله نړۍ کې دوه میلیونه او ۶۰۰ زره ماشومان تر یوې میاشتنۍ مخکې مري.
د یونېسف اجرائیه رئیسې هنریتا فوری «Henrietta Fore» وایي، د اکثره ماشومانو د مړینې مخنیوی ممکن دی.
د راپور له مخې زیات شمېر ماشومان د ناروغیو له امله نهمري، بلکې اصلي دلیلیې د کورنیو ډېره نیستي او بېوزلي ده چې سمه پالنهیې نهشي کولای.
د یونېسف اجرائیه رئیسه وایي، د دې په باور که څو لومړنیو ټکو ته پاملرنه وشي، د ډېرو ماشومانو ژوند ژغورل کېدای شي.
یونېسف ویلي چې د نرسانو سمه روزنه، د څښاک پاکې اوبه، له زېږېدو وروسته ماشوم ته د مور شیدې ورکول او ماشوم ته ښه خوراک کولای شي چې د ماشومانو د مړینې مخه ونیسي.