د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان د لوی درستیز دا څرګندونې ردوي چې ګوندې ترهګر په افغانستان کې پټنځایونه لري.
د دفاع وزارت وايي، د کوټې شورا، حقاني ډله، القاعده او نورې ټولې ترهګرې ډلې په پاکستان کې دي.
د یاد وزارت ویاند دولت وزیري په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د خوندي پتنځایونو په اړه د پاکستان د لوی درستیز وروستۍ څرګندونې پر نوموړي هېواد د وارخطایۍ او فشار پایله بولي وايي، دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې یو شمېر پاکستاني چارواکو په هغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه اعتراف کړی.
ښاغلي وزیري د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، پاکستاني چارواکي په هغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د څرنګوالي او موجودیت په اړه ثابت نظر نهلري.
نوموړی وايي:
"اساسي خبره دا ده چې پاکستان تر فشار لاندې دی، د امریکا د متحده ایالاتو او ناټو غړو هېوادونو دریځ او په دې وروستیو کې په فرانسه کې په دې اړه خبرې چې پاکستان په تور لېست کې شامل کړي، پاکستان وارخطا کړی، په افغانستان کې هېڅ ډول مرکزونه نهشته، ټول مرکزونه اوس هم په پاکستان کې دي، د طالبانو نه نیولې، تر حقاني ډلې، القاعدې او نورو شوراګانو پورې."
دی زیاتوي، په افغانستان کې د ناټو غړي هېوادونه وضعیت له نږدې څاري او نړیواله ټولنه دې نتیجې ته رسېدلې چې اصلي ستونزه په پاکستان کې ده.
د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید باجوه د شنبې په ورځ د جرمني په مونیخ ښار کې یو نړیوال امنیتي کنفرانس ته د خبرو پر مهال ادعا کړې چې پاکستان په خپله خاوره کې القاعده، طالبانو او جماعتالحرار ډلې ته ماته ورکړې، خو د افغانستان لهخوا دوی ته موجود ګواښ په خپل ځای پاتې دی.
نوموړي ویلي، پاکستان د ترهګرو ډلو پر وړاندې بېلابېل اصلاحي اقدامات کړي، خو دا ډلې لا هم په افغانستان کې خوندي پناه ځایونه لري.
باجوه ویلي، په پاکستان کې له ۱۳۰ حملو نه ۱۲۳یې په افغانستان کې پلان شوي او دوی له دې اړخه ډېر زیان لیدلی دی.
په افغانستان کې هېڅ ډول ترهګریز مرکزونه نهشته، ټول مرکزونه اوس هم په پاکستان کې دي.
په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف پرون یکشنبه په پاکستان کې یوې غونډې ته ویلي چې له افغانستانه پر پاکستان د کېدونکو حملو تر شا د هندوستان لاس دی.
خواجه اصف ويلي، زموږ په ختیځ کې پروت دښمن هندوستان زموږ لوېدیځې پولې هم ګواښي.
خو د پوځي او امنیتي چارو افغان کارپوه ګلنبي احمدزی وايي، په داسې حال کې چې د پاکستان اصلي څېره ښکاره شوې، هغه هېواد یو ځل بیا د نړیوالې ټولنې فکر بدلول غواړي.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل، د دغه هدف لپاره پاکستاني استخبارات ان په خپل هېواد کې هم حملې پلانوي او پړهیې په افغانستان واچوي.
ښاغلي احمدزي زیاته کړه:
"دوی له یوې خوا عذر وړاندې کوي، بلخوا کابل ته پلاوي رالېږي، په ورته وخت کې نړیوالو ته لابي ګري کوي، له بلېخوا تور په موږ پورې کوي، زه په یقین درته ویلی شم چې هغه ډلې چې د پاکستان لهخوا یې ملاتړ کېږي، په نظامي موټرو کې په پېښور او نورو ځایونو کې د حملو لپاره ځای پر ځای کېږي او بېرتهیې دوی خپلو پټنځایونو ته راوړي."
دی وايي، په پاکستان کې د ترورېستي ډلو د څرنګه فعالیت په اړه نړیوالو ته مهم اسناد سپارل شوي او په دې برخه کې د هغه هېواد څرګندونې نور چا ته د منلو نهدي.
ښاغلی احمدزی وړاندیز کوي چې نور باید د پاکستاني چارواکو په خبرو باور ونهشي او نړیواله ټولنه او افغانانیې پر وړاندې یو موټی ودرېږي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ