د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، که څه هم پخوا تر دې کابل ته د پاکستاني پلاوو راتګ ښه نتیجه نهلرله، خو دا ځل افغان حکومت د پخوا پهشان منتظر نه شي پاتې کېدای.
د دغه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم د جمعې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر، اسلاماباد ته د دوو افغان چارواکو له سفره وروسته ترسره کېږي او تمه ده چې پاکستاني پلاوی به د شنبې په ورځ کابل ته راشي.
اجرائیه ریاست: تمه ده سبا شنبه د پاکستان یو پلاوی کابل ته راشي
د ښاغلي میثم په خبره پاکستاني پلاوی به هغه هېواد ته د افغانستان له لوري د ترورېستي ډلو اړوند، د ورسپارل شوېو اسنادو په باب ځواب ووايي.
نوموړی وايي:
"د هغو اسنادو او مدارکو په اړه چې افغان پلاوي هغوی ته سپارلي وو، د هغو پر ارزیابۍ او په پاکستان کې د ترورېستي ډلو د ځالو د لهمنځه وړلو په خاطر به د خپلو مبارزو د څرنګوالي په اړه خبرې وشي. کوم افغان پلاوی چې پاکستان ته تللی وو، په نتیجه کې یې لومړی ځل دی چې پاکستان مني چې ترورېستي ډلې د افغانستان پر ضد د پاکستان له خاورې استفاده کوي."
د ترورېستانو د ملاتړو ادارو په اړه کره او انکار نه منونکي اسناد پاکستان ته سپارل شوي.
د راپورونو له مخې د شنبې په ورځ به د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال په مشرۍ، یو پلاوی کابل ته ورسېږي.
ښاغلي میثم په دې اړه چې که پاکستان بیا هم په دې برخه کې رښتیني عمل ونهکړي د افغانستان وروستۍ هڅې به څه وي؟ څه ونه ویل، خو د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي د اسلاماباد له سفره له راستنېدو وروسته وویل، افغانستان به نورې لارې غوره کړي، خو په دې اړه یې جزئیات ورنهکړل.
د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي او د کورنیو چارو وزیر ویس برمک د اسلاماباد له سفره له راستنېدو وروسته په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د ترورېستانو د ملاتړو ادارو په اړه یې کره او انکار نه منونکي اسناد پاکستان ته سپارلي دی.
د ملي امنیت عمومي رئیس وویل، پاکستان پخوا انکار کاوه، خو دا ځل یې ومنله چې ترورېستي ډلې د دوی له خاورې د افغانستان پر ضد حملې تنظیموي.
اسلاماباد ته د افغان پلاوي سفر په داسې حال کې کېږي چې کابل په وروستیو دوو اونیو کې د مرګونو تروریستي حملو شاهد و چې د کابل ځینې ښاریان، امنیتي منسوبین او ځینې بهرنیان په کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
Your browser doesn’t support HTML5
په ظاهر کې افغانستان په دې هڅه کې دی چې پاکستان د دغو حملو په مخنیوي کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
بلخوا د ولسي جرګې ځینې غړي په دې برخه کې د پاکستان نیت ته د شک په سترګه ګوري.
د دغې جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون غړي داوود کلکاني د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، اسلاماباد یو ځل بیا هڅه کوي چې په خپل دوه مخې سیاست سره، پر ځان د امریکا فشارونه کم کړي.
دی زیاتوي:
"زما په اند افغانستان ته د پاکستاني پلاوي سفر او دغه اړیکې چې اوس پیل شوي، د پاکستان له لوري رښتینې نهدي. پاکستان تل د فشارونو پرمهال غواړي دغه فشارونه کم او وخت ومومي. خو امریکا باید پر پاکستان فشارونه زیات کړي، په دې مانا چې دغه فشارونه کافي نهدي."
ښاغلی کلکاني وايي، پاکستان به هغه مهال د ترورېزم پر وړاندې رښتینې مبارزې ته اړ شي چې نړیوال فشارونه پرې زیات شي.
دې وايي، پاکستان باید د ترورېزم د ملاتړي هېواد په توګه په تور لېست کې شامل او بندیزونه پرې ولګول شي.
راپور: خان محمد سیند