د کام ایر خصوصي هوايي شرکت چارواکي وايي، د کابل د انټرکانټیننټال هوټل په پېښه کې د دوی یو شمېر پیلوټانو او کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه شرکت جنرال ډایرکټر صمد عثمان صمدي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۲» ازادي راډیو ته وویل، د تلفاتو په اړه ځکه کره معلومات په لاس کې نهشته چې لا هم د دوی یو شمېر کارکوونکي ورک دي او د ځینو جسدونه ورته نهدي سپارل شوي.
دی وايي:
"زموږ له ۴۰ زیات کسان چې په هوتل کې وو، یو برخهیې معلومه نهده چې شته او که نهشته؟ دومره ویلی شم، هغه کسان چې موږ تر لاسه کړي، لا هم زموږ ۹ تنه ورک دي، عدلي طب تشخیص کړي نهدي او رسمي معلوماتیې نهدي راکړي."
Your browser doesn’t support HTML5
د یکشنبې په شپه او د یکشنبې په ورځ پنځو وسلهوالو طالبانو په کابل ښار کې پر انټرکانټیننټال هوټل ډلهییزه حمله وکړه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په یاده پېښه کې ټولټال ۱۹ کسان چې ۱۴یې بهرنیان وو، وژل شوي دي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، په بهرنيو وژل شويو کسانو کې یو یې د قرغزستان، ۹ يې د اوکراین، یو یې د یونان او د درېیو نورو هویت لا نهدی څرګند.
د روېټرز خبري اژانس د راپورونو له مخې په دغه برید کې اکثره وژل شوي کسان د افغان کام ایر خصوصي هوایي شرکت بهرني کارکوونکي او پیلوټان شامل دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې پر انټرکانټیننټال هوټل له حملې ۲۲ جسدونه عدلي طب ته وروړل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند وحید مجروح په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د انټرکانټیننټال هوټل د تېرو دوو ورځو له پېښې د عدلي طب ریاست ته ۲۲ جسدونه انتقال شوي چې لهمنځهیې ۱۱ بهرنیان ۸یې نارینه څلور یې ښځې دي، پنځه جسدونه د انتحاریانو دي او پاتې ۷یې افغانان دي، د جسدونو عمومي هویت معلوم شوی، جزئیاتیې له اړوندو ارګانونو تر لاسه کولای شئ."
د حملې پر مهال په هوټل کې اور هم لګېدلی وو چې د پېښې زیاتره قربانیان سوځېدلي دي.
د کام ایر خصوصي هوايي شرکت چارواکي وايي، هڅه کوي خپل پروازونه چې اوس زیانمن شوي، عادي حالت ته راولي.
د دوی په وینا زیاتره پیلوټان چې له حملې ژوندي هم وتلي دي، د دې جوګه نهدي چې پروازونه وکړي.
راپور: رحمتالله افغان