د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې په عفرین کې د بشري وضعیت په اړه غږېږي

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن دوشنبه په یوه بېړنۍ غونډه کې د سوریې د شمال لوېدیځ په هغه سیمه کې چې ترکیې په وروستیو کې پوځي عملیات په‌کې پیل کړي، د بشري وضعیت په اړه بحث او خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه غونډه د فرانسې په غوښتنه رابلل شوې او په پام کې ده چې نن د نیویارک په سیمه‌ییز وخت غرمه مهال وشي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان لیدریان ویلي چې هېواد یې د سوریې په عفرین کې د ناوړه بشري وضعیت په اړه چې په چټکۍ مخ په خرابېدو دی، اندېښنه لري.

د بشري حقونو څارونکو ویلي، له کله چې د ترکیې پوځ په سیمه کې پوځي عملیات پیل کړي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي دي.

ترکي پوځ

دغه‌راز په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې بېړنۍ غونډه کې د سوریې په ادلیب ولایت او په ختیځه غوطه کې د سوریې د حکومت د پوځي عملیاتو مسئله وڅېړي.

ترکیې دوه ورځې وړاندې، یعنې د شنبې په ورځ دغه عملیات پیل کړل او هدف‌یې د عفرین له سیمې د خلکو د ساتنې د ځواک «YPG» د ملېشو چې امریکا یې ملاتړ کوي، ایستل دي.

ترکیه دغه ځواکونه تورنوي چې د کردستان د کارګرانو له منع کړای شوي ګوند «پي کې کې» سره اړیکې لري، هغه ګوند چې د ترکیې په جنوب ختیځ کې له څه باندې ۳۰ کلونو راهیسې وسله‌واله مبارزه مخ ته وړي.

ترکیه، متحده ایالات او اروپایي ټولنه «پې کې کې» یوه ترورېستي ډله بولي.

د ترکیې صدراعظم بن علي ییلدیریم د یکشنبې په ورځ وویل چې د هېواد ځواکونه‌یې د دوهمې ورځې لپاره د سوریې پر پوله واوښتل چې په عفرین سیمه کې عملیات مخ ته یوسي.

هغه وویل، «YPG» ځواکونو د ترکیې په ښارګوټو ۱۱ توغندي ویشتي چې لږ تر لږه د سوریې یو کډوال په سرحدي کلي کې وژل شوی او ۴۷ تنه نور ژوبل شوي دي.

د ترکیې د صدراعظم له قوله ویل شوي چې ویلي یې دي، له دغو پوځي عملیاتو هدف دا دی چې د سوریې د خاورې دننه د سرحد په اوږدو کې ۳۰ کېلو متره یوه امنیتي ساحه رامنځته کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د ترکیې د دغه اقدام په وړاندې خبرداری ورکړی چې ښایي هغه سیمه لا بې‌ثباته کړي.

په عین حال کې یې له ترکیې غوښتي چې د سوریې د کردانو په وړاندې له زغمه کار واخلي او هم دا مسئله یقیني کړي چې پیل شوي عملیاتو کې ملکي وګړو ته زیان ونه‌رسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپاره کړي بیان کې دغه‌راز ویلي چې د ترکیې دغه پوځي عملیات باید له زماني پلوه او هم په یوې مشخصې سیمې پورې محدود وي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس

په عین حال کې د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس ویلي چې د ناټو غړې ترکیه په سوریه کې مشروع اندېښنه لري او امریکایي چارواکو ته له مخکې د ترکیې د پوځي عملیاتو د پیلېدو په اړه خبر ورکړل شوی و.

هغه خبریالانو ته وویل، ترکیه یو مسؤل هېواد دی او مخکې له دې چې هوایي عملیات پیل کړي، په دې اړه‌یې له مخکې خبرداری راکړی و او دوی به دغه عملیات له موږ سره په مشوره مخ ته یوسي.

مټېس زیاته کړه چې په دې اړه به د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو په سطحه همکاري دوام ولري.