د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

ترکي ځواکونه د سوریې په قلمرو کې د کرد وسله والو د ولکې یوه ښار ته ننوتي


ترکي ځواکونه د سوریې په قلمرو کې هغه ښار ته ننوتي چې د کرد وسله والو په ولکه کې دی.

د ترکیې صدراعظم بن علي ییلدریم وايي چې د دې هېواد ځواکونه د سوریې له سرحده اوښتي او د کرد وسله والو تر ولکې لاندې عفرین ښار ته ننوتي دي.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، ییلدريم ویلي چې ترکي سرتېري عفرین سیمې ته ننوتي او د ازادې سوریې له پوځ سره یوځای په عملیاتو کې د پرمختګ په حال کې دي.

په دې پوځي عملیاتو کې د ګډونوالو ترکي ځواکونو شمېر نه دی معلوم.

د ترکیې صدراعظم بن علي ییلدریم
د ترکیې صدراعظم بن علي ییلدریم

رسنیو د ښاغلي ییلدريم له قوله راپور ورکړی چې ترکي ځواکونه غواړي د سوریې په خاوره کې د ۳۰ کیلومترو په اوږدوالي ژور امنیتي زون رامنځته کړي.

په عفرین کې د ترکي په مشرۍ هغه ګډ عملیات پرون شنبه پیل شول چې هدف یې له دې سیمې څخه د YPG په نوم د کرد وسله والې ډلې ایستل بلل شوي.

ترکي جنګي جټ الوتکو پرون شنبه په دې سیمه کې بمباري پیل کړه.

YPGد ډموکراتیک اتحاد ګوند پوځي څانګه ده چې امریکا یې ملاتړ کوي، خو ترکیه یې ترورېستي ډله بولي.

دې ډلې نن یکشنبه وویل، د ترکیې په هوايي حملو کې لږترلږه ۱۰ کسان چې اکثره ملکیان دي، وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

د ترکيې پوځي چارواکو تأیید کړې چې مرګ ژوبلې اوښتي، خو وايي چې ټول وژل شوي او ټپیان کرد ملېشه دي.

د ترکیې پوځ
د ترکیې پوځ

ترکیې دا عملیات د امریکا له هغه خبرداري سره سره پیل کړي چې ویلي یې وو، دا کار به سیمه لا ډېره بې ثباته کړي.

ترکي چارواکو نن سهار وویل چې د سوریې د سرحد له بلې خوا د کرد جنګیالیو تر ولکې لاندې سیمې څخه د ترکیې پر قلمرو څلور توغندي لګېدلي، خو یوازې یوتن یې برسېرن ټپي کړی دی.

چارواکو ويلي چې دا توغندي سهار وختي په کیلیس ښارګوټي کې پر دوو کورونو او یوه دفتر ولګېدل.

د چارواکو په وینا، د ترکیې توپچي ځواکونو هم ځوابي ډزې کړې دي.

XS
SM
MD
LG