د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

د سوریې د کُرد وسله‎والو ادعا: د ترکیې هوايي حملو ملکي وګړي وژلي


کُرد وسله‎وال وايي چې د سوریې د عفرین پر سیمه د ترکیې په هوايي حملو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه چې اکثره ملکیان دي وژل شوي.

ترکي جنګي جېټ الوتکو پرون یکشنبه په عفرین سیمه کې چې د«YPG» په نوم د کُرد جنګیالیو تر ولکې لاندې ده بمباري وکړه. دا ډله چې امریکا یې ملاتړ کوي د ترکیې له نظره یوه ترورېستي ډله ده.

ترکیې دا عملیات د امریکا له هغه خبرداري سره سره پیل کړي دي چې ویلي یې و، دا کار به سیمه لا ډېره بې ثباته کړي.

د کُردانو د خلکو د ساتونکو قطعو یوه مشر بیروسک هاساکه فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل چې په بمبارۍ کې د یوه ماشوم په ګډون ۷ ملکیان وژل شوي دي.

هغه وویل چې په وژل شویو کسانو کې ۳ تنه جنګیالي هم شامل دي چې یوه ښځه او دوه یې نارینه دي.

د ډیموکراټیک اتحاد ګوند چې د «YPG» سیاسي څانګه ده وايي چې د ترکیې په هوايي بریدونو کې ۲۵ تنه نور هم ژوبل شوي.

ترکي چارواکو تأیید کړې چې مرګ ژوبلې اوښتې، خو وايي چې ټول وژل شوي او ټپیان کُرد ملېشه دي.

په همدې حال کې ترکي چارواکو ویلي دي چې د سوریې د سرحد له بلې‎خوا د کُرد جنګیالیو تر ولکې لاندې سیمې څخه د ترکیې پر قلمرو څلور توغندي لګیدلي، خو یوازې یو تن یې برسېرن ټپي کړی دی.

چارواکو ويلي چې دا توغندي نن سهار وختي په کیلیس ښارګوټي کې پر دوو کورونو او یوه دفتر ولګېدل.

د ترکي چارواکو په وینا د ترکیې توپچي ځواکونو هم ځوابي ډزې کړي دي.

د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو راپور ورکړی چې په سوریه کې د ترکیې پلوي ځواکونو عفرین سیمې ته نفوذ کړی دی او د پرمختګ په حال کې دي.

د ترکیې صدراعظم بن علي ییلدرم ویلي دي چې د ترکي ځواکونو له‎خوا ځمکني عملیات ښايي نن پیل شي.

XS
SM
MD
LG