په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت وایي چې د امریکا په نوې ستراتېژۍ کې دوی ته د ورکړل شویو ځانګړو صلاحیتونو څخه په استفادې یې د طالبانو د مالي سرچینو د لهمنځه وړلو لپاره هڅې پیل کړې دي.
د غوڅ ملاتړ مأموریت عملیاتي قوماندان لینس بونچ د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې دوی د نشهیي توکو د پروسس کارخانې هم په نښه کوي چې د طالبانو د مالي سرچینو په ۱۰۰ کې ۶۰ برخه جوړوي.
دی وايي:
"د جنوبي اسیا لپاره ستراتېژی موږ ته دا صلاحیت راکوي چې د طالبانو د ملاتړ سرچینې لهمنځه یوسو چې په دې کې د طالبانو مالي سرچینې هم شاملې دي. د وسلهوالو طالبانو کلني مصارف تر ۵۰۰ میلیونه ډالرو پورې دي چې ۶۰ په سلو کې د نشهيي موادو له لابراتوارونو څخه لاسته راوړي او دا ۲۰۰ میلیونه ډالره کېږي چې زیاته اندازهیې له هلمنده ترلاسه کېږي."
د غوڅ ملاتړ عملیاتي قوماندان دا څرګندونې په داسې مهال کړي چې له نږدې دوو میاشتو راهیسې په هلمند کې د نشهیي توکو د پروسس د کارخانو د لهمنځه وړلو لپاره هوايي حملې روانې دي.
قوماندان بونچ وویل چې پهدې موده کې د هیروئینو د پروسس په لسګونه کارخانې لهمنځه وړل شوي چې یوازې طالبانو تهیې شااوخوا ۲۰ میلیونه ډالره زیان اړولی دی.
Your browser doesn’t support HTML5
د ناټو او افغان ځواکونو لهخوا د نشهیي توکو د پروسس د کارخانو د لهمنځه وړلو لپاره دا هڅې وروسته له هغې پیل شوي چې افغان ولسمشر له امریکا نه غوښتنه کړې وه چې د نشهیي توکو د تولید او قاچاق په وړاندې هڅې دې هم په نوې ستراتېژۍ کې ځای کړي.
که څه هم هغه مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د نشهیي توکو په خلاف مبارزه د افغان حکومت مسؤلیت بللی وو، خو اوس روښانه نهده چې د ناټو ځواکونه په موجوده ستراتېژۍ کې د کوم مورد پر اساس دا عملیات کوي.
بل لور ته د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې د امریکا په مرسته به دا عملیات دوام ولري، څو نهیوازې د طالبانو مالي سرچینې، بلکې ترورېستي ډلې هم لهمنځه ولاړې شي.
د دې وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي:
"موږ هڅه کوو چې د امریکا متحده ایالاتو په همکارۍ د ترورېستي ډلو مالي سرچینې راکمې کړو او کوم عملیات چې په دې برخه کې ترسره کېږي، د دې لپاره دي چې ټولې ترورېستي ډلې لهمنځه یوسو."
یو شمېر کارپوهان بیا په دې باور دي چې د مخدره موادو پر ضد د افغان او ناټو ګډو ځواکونو لهخوا روان هوايي او ځمکني عملیات دا څرګندوي چې د امریکا حکومت په افغانستان کې د مخدره موادو لهمنځه وړلو ته ژمن دی.
په افغانستان کې د ناټو پخوانی سلاکار شفیق همدم وايي چې د امریکا په نوې ستراتېژۍ کې امریکايي پوځيانو ته دا صلاحیت ورکړل شوی دی چې له ترورېستي ډلو سربېره د جنايي جرمونو شبکې چې د مخدره موادو قاچاق او تولید هم پهکې شامل دي، لهمنځه یوسي.
د ده په خبره دا کار کولای شې چې د وسلهوالو طالبانو مالي سرچینې وچې او روانه جګړه سړه کړي.
Your browser doesn’t support HTML5