د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

م.م د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه کې روسیي ته شرطونه وړاندې کړل


افغانستان نه شي کولای په یواځې توګه د نشه یي توکو ستونزه هواره کړي، دا هغه الفاظ دي، چې د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو پر خلاف د مبارزې ادارې مشر جین لو لیماهیون د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته څرګند کړل.

ښاغلي،لیما هیو په افغانستان کې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه کې د سیمي هېوادونو رول مهم او ضروري وباله خو ويي ویل، چې دا مبارزه باید د افغان ځواکونو په مشرۍ وشي، څو د نشه یي توکو د مافیا مخه ونیول شي:

(شاید اوریدلی به مو وي، د روان کال د مارچ په میاشت کې،د ایران او افغانستان تر منځ عملیات، چې په هرات، فراه ، نیمروز ولایتونو کې ترسره شول، له یو ټن څخه زیات تاریاک په کې تر لاسه شول.

دا هغه څه وو،چې د ملګرو ملتونو سازمان دغه څانګه یي په لټه کې وه، موږ هڅه کوو، چې د سیمي هېوادونه په دغه مسله کې چې یو ګډ مسولیت لري، را ښکیل کړو.

که چیری روسیه غواړي، چې په دې برخه کې چې مشري یي افغان ځواکونه کوي را ښکیله شي، په دې صورت کې د ملګرو ملتونو سازمان په هر وسیله چې وي د دې هدف ملاتړی ده.)

روسیي په لومړي ځل د تیر کال د عقرب(لړم) په میاشت کې، له امریکایي ځواکونو سره، د نشه یي توکو څو کارخانې په ننګرهار ولایت کې ونړولې.

خو هغه مهال افغان حکومت په دې ډول عملیاتو کې د روسیي په ګډون سخت انتقاد وکړل او ويي ویل چې دا ډول عملیات د دوي له همغږۍ پرته ترسره شوي.

دمګړۍ چې افغانستان د نشه یي توکو، لوی تولیدونکی هېواد بلل کیږي، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت، مرستیال انجینیر محمد ابراهیم ازهر وایي، د دوي د ژمنې سروې د دوهم پړاو نتیجي څرګندوي، چې په شمال او شمال ختیځو ولایتونو لکه، بدخشان، تخار او بغلان کې زیات کوکنار کرل شوي دي.

خو هغه هلمند او کندهار ولایتونه داسې سیمي یادې کړې، چې د نورو په پرتله په کې زیات کوکنار کرل کیږي:

(یو شمېر هغه ولایتونه چې بیا د نشه یي توکو کښت ته په کې مخه شوې یواځینی علت یي دا دی، هغه پروژه چې کولای شوای د بزګر د ژوند ښه کول په کې تامین شوی وای او بدیل ورته پیدا شوی وای، پلي نه شوی.

موږ په وار وار له نړېوالی ټولنې په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه، خو اوس مهال د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت هوډ لري او لومړیتوب ورکوي، چې د نشه یي توکو پر وړاند د مبارزې په ستراتیژۍ له سره کتنه وکړي.)

اوس مهال د نشه یي توکو د له منځه وړلو لړۍ په لسو ولایتونو کې روانه ده، د چارواکو په وینا دغه پروګرام، چې د روان میلادي کال د فبروری میاشتې په وروستیو کې پیل شوی، تر اوسه نږدې ۲۷۰۰ هکټاره ځمکه له کوکنارو پاکه شوې.

د چارواکو د معلوماتو له مخې په دې پروسه کې دولس پولیس او پنځه بزګر وژل شوي.

د نشه یي توکو وزارت وایي، ټاکل شوې، دغه پروګرام په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې هم په راتلونکی شلو ورځو کې پیل شي.

دا پروسه په داسې حال کې پیل کیږي چې یو شمېر خلک وایي، چې د نشه یي توکو پر وړاندې نه پریکنده مبارزه د دې لامل شوې، چې له یو میلیون څخه زیات افغان وګړي په نشه یي توکو روږدي شي.

راپور: ذکیه غیاثي،کابل
XS
SM
MD
LG