کندزیان: د ولسي پولیسو فعالیتونه ګټور دي

په کندز کې ولسي پولیسو د عامو خلکو او دولت ترمنځ واټن را کم کړی دی.

د کندز د امنيې قوماندانۍ د ولسي پولیسو مشر وايي چې دوی د بېلابېلو غونډو، مجلسونو او کنفرانسونو له لارې عامو خلکو ته له جګ پوړو چارواکو سره د خبرو کولو او ستونزو اورولو زمېنه برابروي چې له کبله یې د عامو خلکو او امنیتي ارګانونو ترمنځ واټن را کم او د خلکو اعتماد پر حکومت را ژوندی کړي.

د کندز د امنيې قوماندانۍ د ولسي پولیسو د مشر د خبرو پربنسټ چې ولسي پولیس د ملي پولیسو د تشکیل یوه برخه ګڼل کېږي او د نړیوالو کارپوهانو د تجربو زېږنده ده چې د هغوی د تجربو له کبله، په جګړه ځپلو هېوادونو کې رامنځته شوي، ځکه ولسي پولیس هڅې کوي چې د غونډو او کنفرانسونو جوړولو له لارې، خلکو ته له چارواکو سره د خبرو کولو زمېنه برابره کړي، څو د ملي پولیسو، مدنې ټولنو او د خلکو ترمنځ اړیکې ټینګې کړي او پر پولیسو باندې د خلکو اعتماد ډېر شي.

د دې ولایت د امنيې قوماندانۍ د ولسي پولیسو مشر عبدالقدوس خاموش په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ولسي پولیس د خلکو او ملي پولیسو تر منځ د یوه ارتباطي پل په توګه کار کوي، څو خلک خپلې ستونزې مخامخ له چاروکو سره شریکې کړي، همدارنګه هغوی ته د امنیت راوستو په برخه کې، سلا مشورې ورکوي، څو د خلکو او دولت ترمنځ اړیکې نورې هم پیاوړې شي."

په ورته وخت کې د کندز د مدنې ټولنو د شبکې مشر عنایت خلیق وايي چې ولسي پولیسو تر ډېره حده پورې د بېلابېلو پروګرامونو او مجلسونو له لارې د پولیسو او د خلکو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي او د خلکو ستونزې جګ پوړو چارواکو پورې رسولي دي.

ښاغلي خلیق وویل:

"د ولسي پولیسو برنامې د ښه حکومتوالۍ یوه بېلګه ده چې د غونډو له لارې خلکو ته دا زمېنه برابروي، څو خپلې ستونزې له چارواکو سره شریکې کړي، همدارنګه له چاروکو څخه د هغوی د فعالیتونو په اړه پوښتنې وکړي."

بل خوا د دغه ولایت ګڼ شمېر خلک هم په ټولنه کې د ولسي پولیسو فعالیتونه ډېر ګټور او موثر یادوي او زیاتوې چې د ولسي پولیسو په رامنځته کېدو سره د خلکو او حکومت ترمنځ واټن کم شوی دی.

د کندز ښار

د نوموړي ولایت دوو تنو قومي مشرانو حاجي رفیع الله او معلم حبیب الله په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د ولسي پوليسو د غونډو هدف دا دی، څو په کندز کې د مېشتو قومونو ترمنځ نور هم وحدت او اتفاق پیاوړی شي او خلکو ته دا روحیه ورکوي، څو له امنیتي ارګانونو او حکومت سره مرسته وکړي."

"موږ د ولسي پولیسو له پروګرامونو ډېر خوښ یوو، ځکه ډېرې ښې برنامې جوړوي او خلکو ته له چارواکو سره نېغ په نېغه د خبرو کولو او انتقادونو زمېنه برابروي او د عامو خلکو او ملي پولیسو ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي."

د یادونې وړ ده چې ولسي پولیس د کندز د امنيې قوماندانۍ په چوکاټ کې له څلورو کالو راهیسې فعالیت کوي او ولسي پولیس زیاتره له ښوونکو، زده کوونکو، عامو خلکو، قومي مشرانو، علماو، د مدنې ټولنو فعالانو او ځوانانو سره خپلې اړیکې ساتي، څو د خلکو او امنیتي ارګوانونو ترمنځ د اعتماد فضا پیاوړې کړي، همدارنګه خلک هڅوي، څو په بېلابېلو برخو کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

راپور: اجمل ارین