اروپایي مشرانو د کیف او روسپلوه بېلتونپالو ترمنځ د بندیانو تبادله وستایله.
په اوکراین کې حکومت او بېلتونپالو پرون په سلګونه اسیران تبادله کړل.
چارواکو د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۶» وویل چې د اوکراین حکومت ۲۳۸ بندیان د بېلتونپالو تر کنټرول لاندې په لوهانسک او دونېڅک سیمو کې هغوی ته وسپارل.
په مقابل کې هم بېلتونپالو ۷۴ اسیر سرتېري او ملکیان د اوکراین حکومت ته تسلیم کړل.
سرتېري زیات خوښ و، خو ویل یې د بندیانو تبادله باید زیاته شي.
اوکرایني عسکر اولکسي دوه کاله او دوه میاشتې په بند کې تېر کړل.
هغه وویل:
"زه هېڅ باور نهشم کولای چې موږ اوس کور ته راورسېدو. زه غواړم له ټولو هغو کسانو او خپلوانو چې زموږ خوشې کولو ته راغلل، مننه وکړم او غواړم ووایم چې زموږ سرتېري لا هم هلته شته او باید وژغورل شي."
دا له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې چې د حکومت او بېلتونپالو ترمنځ جګړه پیل شوه لومړنۍ، خو تر ټولو لویه د بندیانو تبادله ده.
دا نهده معلومه چې لا څه تعداد سرتېري او ملکیان د جنګ دواړو لورو ساتلي دي.
د مینسک دوه په نوم د ۲۰۱۵ میلادي کال د فبرورۍ د سولې د موافقې له مخې کیف او بېلتونپالو باید سمدستي په پنځو ورځو کې ټول بندیان او اسیران خوشې او یو بل ته سپارلي وی، خو بلاخره پرون دا کار وشو.
بندیان پرون په الوتکه کې کیف ته ورسېدل چې په هوایي ډګر کې یې هم په سلګونه کسانو د ملي بیرغونو په ښورولو او د ګلونو پر ګېډیو هرکلی وکړ.
د اوکراین ولسمشر پټرو پروشنکو په خپله پرون د اوکراین په ختیځ کې دنباس سیمې ته ولاړ او د جګړې کرښې ته نږدې په هورلیفکا ښارګوټي کې یې له خوشې شویو بندیانو سره ولیدل.
هغه د جګړې په کرښو کې د انسان ازادي او بشري حقونو ته د درناوي مسئله وستایله.
د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل او د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون دغه تبادله وستایله او هغهیې د نوي کال او د ارتدکس کرېسمس جشن لپاره د بشري خیر ښېګڼې یو مهم ګام وباله.
اروپایي مشرانو او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان چې د بندیانو دغه تبادلهیې څارلې، له دواړو لورو وغوښتل چې له دغه فرصت څخه کار واخلي او په سیمه کې د پراخې سولې د ټینګېدو لپاره کار وکړي.
د اتریش د بهرنیو چارو وزیرې او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان مشرې کارین نیسي وویل دا یوازې د بندیانو تبادله نه، بلکې د باور جوړونې په لور یو مهم ګام دی.
د اوکراین د حکومت او په ختیځ لوهانسک او دونېڅک کې د بېلتونپالو جګړې په درېیو کلونو کې ۱۰ زره او ۳۰۰ کسان وژلي دي.
سره له دې چې د مینسک دوه په نوم د سولې تړون او اوربند شته، خو لا هم دواړه لوري پر یو بل بریدونو ته دوام ورکوي.
راپور: صفيالله ستانکزی