د هغې موافقې له مخې چې د اوکراین د حکومت او د دې هېواد په ختیځ کې د روسپلوه بېلتونپالو ترمنځ شوې، نن چهاشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۶» دواړه لسګونه بندیان سره تبادله کوي.
د اوکراین په ختیځ کې د روسپلوه بېلتونپالو مشر الکساندر زخارچینکو د اوکراین له حکومت سره د بندیانو د تبادلې په ترڅ کې چې لړۍ یې نن پیلېږي، ۷۴ اوکرایني بندیان وبخښل.
الکساندر زخارچینکو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۵» وویل چې د بندیانو په دغې تبادله کې به دغهراز د حکومت لهخوا په شخړو کې نیول شوي ۳۰۶ تنه هم خوشې کېږي.
هغه دغه اقدام د نورو بندیانو د تبادلې لپاره لومړی ګام وباله.
زخارچینکو چې په ډونیڅک کې یې خبریالانو ته خبرې کولې وویل چې د بندیانو دغه ډله به نن غرمه مهال تبادله شي.
د هغه په وینا ښایي د نورو بندیانو تبادله وروسته له هغې چې لېستونه بشپړ شي، ترسره شي.
د روسپلوه بېلتونپالو دغه مشر وویل چې د ډونیڅک او لوهانسک جمهوریتونه چې پر ډېرو برخو یې دغه بېلتونپالي کنټرول لري، د بندیانو له دغې تبادلې سره کومه ستونزه نهلري.
که د بندیانو دغه تبادله نن وشي، دا به له ۱۴ میاشتو وروسته په سیمه کې په کړکېچ کې د ښکېلو دواړو لورو ترمنځ د بندیانو لومړی ځل تبادله وي.
د بندیانو دغه ډله به نن غرمه مهال تبادله شي.
د ډسمبر په شلمه په مېنسک کې د روسیې، اوکراین، د بېلتونپالو او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان استازو په یوه غونډه کې په دې موافقه وکړه چې د نوي کال په رخصتیو کې دې اوربند وشي چې د ډسمبر له ۲۳مې سره اعتبار لري.
خو له دې سره سره دوه ورځې وړاندې بیا د دواړو لورو لهخوا له اوربنده د سرغړونو راپورونه ورکړل شول.
له دې مخکې هم د اوربند لپاره د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ میلادي کلونو له موافقو هم په کراتو کراتو سرغړونې شوې دي.
د ۲۰۱۴ میلادي کال د اپرېل له میاشتې راهیسې چې د اوکراین په ختیځ کې شخړې پيل شوي، له ۱۰ زره او ۳۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.