اوکرایني چارواکو او د دغه هېواد په ختیځ کې روسيېپلوه بېلتون غوښتونکو موافقه وکړه چې د ډسمبر په ۲۷مه اسیران سره تبادله کړي.
دا اعلان نن دوشنبه د بېلتون غوښتونکو مشرانو او د اوکراین د حکومت استازو په مسکو کې له یوې غونډې وروسته وکړ.
د دې غونډې منځګړیتوب د روسیې د ارتدکس کلیسا مشر وکړ.
تر غونډې وروسته د اوکراین د پارلمان لومړي مرستیال ارینا هیراش چینکو په فېسبوک کې ولیکل چې د ډسمبر په ۲۷مه به ۷۴ اوکراینیان خوشې شي او په ځواب کې بهیې حکومت ۳۰۶ زندانیان خوشې کړي.
د اوکراین د بېلتون غوښتونکو مشر الکساندر زاخارچینکو هم د دې شمېرې تأیید وکړ.
هیراشینکو زیاته کړه چې اوکراین له اوږدې مودې راهیسې دې تبادلې ته چمتو و.
تر اوسه پورې دا معلومه نهده چې کوم کسان تبادله کېږي، دوی ټول جنګي اسیران دي، که عادي بندیان هم پهکې شته.
له تېرو ۱۴ میاشتو راهیسې به دا لومړی ځل وي چې د اوکراین د حکومت او بېلتون غوښتونکو ترمنځ زندانیان تبادله کېږي.
د ۲۰۱۴ میلادي کال له اپرېل راهیسې د اوکراین د حکومت او روسيېپلوه بېلتون غوښتونکو ترمنځ په جګړو کې تر ۱۰ زره ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.