د سوریې د ادلیب ښار د ياغيانو تر کنټرول لاندې په يوه کلي کې په هوايي بمباریو کې ۱۹ کسان ووژل شول.
بمباري د ادليب ښار په شمال لوېديځ کې په مار شورین سيمه کې شوې او په نتيجه کې يې د وژل شویو تر څنګ ۲۵ کسان ټپيان شوي دي.
د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۹» وويل چې دا بمباري د سوريې يا روسیې د ځواکونو لهخوا د ياغیانو تر کنټرول لاندې سیمه کې شوې ده.
په دې اړه تر اوسه مسکو او سوري ځواکونو څه نهدي ويلي، خو دوی په تکراري توګه وايي چې يوازې سخت دريځي په نخښه کوي.
د ادلیب د ژغورنې یوې خدماتي ادارې پر ټولنيزو رسنیو ویلي چې په خونړيو بمباریو کې په یوه شپه کې ۱۹ کسان ووژل شول.
د دمشق حکومت په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ادلیب هغه مهال له لاسه ورکړ چې ياغيانو پر دغه ولایتي مرکز حملې وکړې.
ادلیب د سوريې تر ټولو زیات د ياغيانو نفوس لرونکی ښار دی.
تر دې وړاندې د ډسمبر په ۱۴مه پر انټرنټ یوه وېډيو خپره شوه چې پهکې يوه جېټ الوتکه په ادلیب کې د ياغيانو تر کنټرول لاندې سیمو کې هوايي بمبارۍ کوي.
د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې هغه مهال هم ویلي وو چې په دغو هوايي حملو کې ملکيان په نخښه شوي وو.
په ادليب کې لسګونه زره ياغیان او ملکيان اوسي چې د سوريې په لوېديځ کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي وو.