ارګ: د کابل-اسلام‌اباد د اړیکو په ښه‌والي کې ترکیه هېڅ ډول هڅې نه‎سپموي

د افغانستان جمهوري ریاست د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو د ښه کېدو په هدف د ترکیې د هڅو خبره کوي.

جمهوري ریاست وايي، د ترکیې ولسمشر د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۲» له ولسمشر غني سره په خبرو کې ویلي چې په دې برخه کې به هېڅ ډول هڅې ونه‎سپموي.

د افغان ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي ازادي راډيو ته وویل، دواړو خواوو په دې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو لپاره د دولتونو ترمنځ اړیکې مهمې دي.

د افغان ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي

دی وايي:

"دواړو خواوو ټینګار درلود چې له پاکستان سره د سولې په برخه کې دولت په دولت خبرې کېدای شي ګټورې تمامې شي. موږ د سیمې له ټولو بانفوذه هېوادونو هیله لرو چې د سولې د پروسې چې مشري يې افغانان کوي ملاتړ وکړي او د دولتونو ترمنځ د خبرو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي. څو په دې توګه د اساسي سولې بنسټ ایښی وي."

ښاغلی مرتضوی وايي، د ترکیې ولسمشر د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ هرکلی وکړ او هغه‌یې د سیمې د وضعیت د تغییر لپاره مثبته وګڼله.

ترکیه د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې څه نقش لرلای شي؟

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي ستانکزي سره مرکه

ولسمشر غني هم ویلي چې افغان حکومت له پاکستان سره دولت په دولت او دغه‌شان له طالبانو سره د بین‌الافغاني خبرو له لارې مذاکرو ته چمتو دی.

دا خبرې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان د یوې ورځنۍ غونډې په څنډه کې چې په استانبول کې جوړه شوې وه د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۲» د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ شوې دي.

له دې وړاندې چین هم ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په هدف به درې اړخیزه ناسته جوړه کړي.

نږدې دوه کاله کېږي چې د کابل او اسلام‎اباد ترمنځ سیاسي اړیکې ترینګلې دي.

کابل ادعا کوي چې اسلام‎اباد ترورېستانو ته خوندي پټن‎ځایونه ورکړي او د سولې د ټینګښت په برخه کې له افغانستان سره مرسته نه‎کوي، هغه ادعا چې د پاکستاني چارواکو له‎خوا رد شوې ده.

ولسمشر غني په ټینګار سره دا خبره کړې چې اول له پاکستان سره سوله کوي او وروسته له وسله‎والو طالبانو سره.

Your browser doesn’t support HTML5

ولسمشرغني: سوله دې له دوه محورو تعقیب شي

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو غړی ګل پاچا مجیدي د ترکیې د دې اقدام د هرکلي تر څنګ وايي، نوموړی هېواد کولای شي د سولې د ټینګښت او له وسله‎والو طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کې ښه رول ولوبوي.

د ولسي جرګې یو غړی ګل پاچا مجیدي

دی وايي:

"ترکیه او سعودي پر پاکستان ښه اغېز او له دې هېواد سره ښې اړیکې لري. که پر پاکستان فشار راوړي او دا هېواد مجبور کړي چې د ترورېستانو پټن‎ځایونه له‎منځه یوسي او صادقانه عمل وکړي، نو ښه خبره ده."

ښاغلی مجیدی وايي، تر کومه چې پر پاکستان فشارونه زیات نه‎شي، هغه هېواد به د سولې په برخه کې عملي او رښتینې همکارۍ ته حاضر نه‌شي.

د ده په باور د افغانستان د سولې د تینګښت لپاره پر پاکستان د ترکیې په شان د سیمې د هېوادونو فشارونه ډېر مهم دي.

راپور: اکرام‌الله اکرام