د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکي انتخاباتو د ترسره کولو په برخه کې د ملي يووالي حکومت په نههمکارۍ او د دغه کمېسيون غوښتنو ته په نهپاملرنې تورنوي.
د دغه کمېسيون ویاند او کمېشنر ګلاجان عبدالبدیع صیاد د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۱» په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې حکومت په تېر یوه کال کې نه هم د دوی طرحې په وخت سره تأیید کړي او نهيې هم لازم امکانات ورته برابر کړي.
ښاغلی صیاد وايي، که حکومت د امنیت د ټینګښت تر څنګ، د پېژندپاڼو د وېش او بودجې په برخه کې له دوی سره په وخت همکاري وکړي، نو د نوې طرحې له مخې به راتلونکې ټاکنې په وخت سره ترسره شي.
دی زیاتوي:
"د رأی ورکونې د مرکزونو او حوزو د امنیت ټینګښت، په وخت سره د بودجې برابرول، همدارنګه د کمېسیون د نوې پرېکړې او طرحې له مخې چې ټاکنې باید د تابعیت د تذکرې پر اساس ترسره شي، پهخپل وخت سره د پېژندپاڼو وېش دغه درېیو مسایلو ته که په وخت سره رسېدنه وشي، نو راتلونکې ټاکنې به په وخت سره ترسره شي."
ښاغلی صیاد وايي، له حکومت سره د تابعیت د تذکرې پر بنسټ د رأی ورکوونکو د نوملیکنې او نوملړ چمتو کولو طرح شریکه شوې او دوی هیله لري چې دغه طرحه ژر تر ژره تأیید شي.
د انتخاباتو کمېسيون وايي حکومتیې نه طرحې په وخت سره تأییدوي او نه امکانات وربرابروي.
د دغه کمېسیون د مسؤلینو په خبره نوې طرحه چې د حکومت، سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او د ملاتړو بنسټونو سره په مشورې جوړه شوې له مخې بهیې د رأی ورکوونکو نوملیکنه په لاسي ډول او د تابعیت د تذکرې پر اساس وشي.
د دغه کمېسیون مسؤلینو په حکومت له دې امله هم نیوکه وکړه چې له يوې میاشتې څخه ډېره موده کېږي د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د پخواني رئیس نجیبالله احمدزي پر ځای دغه کمېسیون ته بل غړی لا نهدی ورپېژندلی.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند دا هم وویل چې د دغه کمېسیون د دارالانشا د رئیس امام محمد وريماچ برخلیک هم نامعلوم دی، خو ښاغلي وريماچ بیا وویل چې ولسمشر نوموړي ته يوازې دومره ویلي چې که خپلې چارې په سمه توګه ترسره نهکړي، نو بدل بهیې کړي او نوموړی اوس هم د حکومت برحاله مأمور دی.
دا په داسې حال کې ده چې فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو مؤسسه وايي، د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو د راتلونکي کال د سرطان په ۱۶مه د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې ناشونې ښکاري.
خو له دې ټولو سره سره د ملي وحدت حکومت مسؤلین بیا د دغه کمېسیون سره د لازمې همکارۍ او همغږۍ خبره کوي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند د دفتر سرپرست شاهحسین مرتضوي وايي، حکومت په دې هڅه کې دی چې د امنیت تر څنګ لازمه بودجه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته په واک کې ورکړي.
دی وايي:
"دوه عمده موضوعات چې د حکومت په مسؤلیتونو کې راځي، يو يې د امنیت ټینګښت او بلیې هم د مالي امکاناتو برابرول دي چې حکومت په دواړو برخو کې لازمې هڅې کوي. د مالي امکاناتو د برابرولو لپاره د ماليې وزارت د نړیوالو مرسته کوونکو سره په خبرو اخته دی او د امنیت د ټینګښت په برخه کې هم د کورنیو چارو وزارت خپلې هر اړخیزې څېړنې د رأی ورکونې په ټولو مرکزونو کې پيل کړې دي."
ښاغلی مرتضوي وايي، د انتخاباتو کمېسیون د لیرې شوي رئیس نجیبالله احمدزي پر ځای به هم ډېر ژر یو نوی کمېشنر دغه کمېسیون ته معرفي شي.
بلخوا د افغان حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله څه موده مخکې ویلي و چې افغانان د ملي وحدت له حکومته توقع لري چې راروانې ټاکنې به شفافې او مناسبې وي.
راپور: واصل وصال