په کندز کې د پامیر د شلمې فرقې چاروکي وايي چې د امام صاحب ولسوالۍ د جوې بېګم او د ګنبد هغه پراخې سیمې چې له ۵ کلونو راهیسې د وسلهوالو مخالفینو تر حاکمیت لاندې وې، خو د "پامیر۱۴" د تصفیوي عملیاتو په پایله کې د دغې ولسوالۍ د جوې بېګم، قرغز، ګنبد او د نواباد پراخې سیمې د وسلهوالو مخالفینو له شتون څخه پاکې شوي دي.
د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې له پنځو ورځو راهیسې د افغان ګډو ځواکونو تصفیوي عملیات دوام لري.
په نوموړي ولایت کې د پامیر د شلمې فرقې د ارکان رئیس برید جنرال سید قربان موسوي د جګړې په لومړۍ کرښه کې ازادي راډیو ته وویل چې د روانو عملیاتو له پیله تر اوسه پورې دوی وسلهوالو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
دی وايي:
"په روانو عملیاتو کې افغان ګډو ځواکونو وسلهوالو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او تراوسه يې ۵۹ وسلهوال مخالفین وژلي او ۴۸تنه نور یې ټپیان کړي چې په وژل شویو کې د طالبانو یو شمېر قوماندانان هم شامل دي."
د نوموړي په وینا په روانو عملیاتو کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاټر ماموریت هوايي ځواکونه هم د افغان ګډو ځواکونو ملاتړ کوي.
ښاغلي موسوي زیاته کړه چې په تصفیه شويو سیمو کې د ډاډمن امنیت په خاطر امنیتي پوستې هم جوړوي.
په ورته وخت کې د کندز د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعیدي د ګنبد په سیمه کې ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونه وتوانېدل د جوې بېګم، قرغز، ګنبد او د نواباد سیمې د طالبانو له وجوده تصفیه کړي.
دی وايي:
"موږ له روانو عملیاتو ډېر خوښ یو او دولتي ځواکونه ډېرې لاسته راوړنې لري، ځکه د ګنبد او د جوې بېګم سیمه له ۵ کلونو راهیسې د وسلهوالو مخالفینو تر ادارې لاندې وې، خو دولتي ځواکونه وتوانېدل دغه پراخې سیمې د هغوی له شتونه پاکې کړي او دغه عملیات به تر هغه په سیمه کې دوام ولري، څو چې د دې ولسوالۍ ټولې سیمې د طالبانو له وجوده نهوي پاکې شوي."
د پامیر د شلمې فرقې د ارکان رئیس وايي چې په روانو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نهدی رسېدلی.
بلخوا ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسلهوالو طالبانو ویاند معرفي کوي، د دغو دولتي چارواکو دغه ادعاوې ردوي او زیاتوي چې دوی په سیمه کې دولتي ځواکونه په شا تمبولي دي.
دغه تصفیوي عملیات په داسې حال کې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې پیلېږي چې ۱۳ ورځې وړاندې د مرکزي حکومت یو شمېر جګپوړو چارواکو همدارنګه په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاټر ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن دغه ولایت ته یې د سفر پر مهال د کندز خلکو ته ويلي و چې ډېر ژر به په دې ولایت کې د وسلهوالو مخالفینو پر وړاندې پراخ تصفیوي عملیات پیل شي.
د امام صاحب ولسوالۍ د کندز ښار شمال لوري ته موقعیت لري او د دې ولایت له لویو او ناامنو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي همدارنګه نوموړې ولسوالۍ له تاجکستان سره پوله لري.
راپور: اجمل ارین-کندز