د افغانستان عدلیې وزیر د ماشومانو د ملاتړ د قانون طرحه، ولسي جرګې ته ور وپېژندله.
د عدلیې وزیر وايي، د ماشومانو د ملاتړ د قانون په طرحه کې، د ماشومانو او د دوی د ستونزو د حل لپاره، مهم ټکي په پام کې نیول شوي او له تصویب او انفاذ وروسته به یې، له سرغړوونکو سره جدي چلند وشي.
عبدالبصیر انور د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لېندۍ۱۸» د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې دغه طرحه په جامع توګه ترتیب شوې او د ماشومانو د حقونو ټول اړخونه په کې، په پام کې نیول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"په دغه قانون کې د ماشوم اساسي حقونه، د معلولو ماشومانو د توانمندۍ موضوع، ټولنیز ملاتړ، ښوونه اوروزنه، فرهنګي وده، په اقتصادي برخو کې له کارګرو ماشومانو څخه پرګټې اخیستنې څار، د ماشومانو سرغړونې، د ماشوم قاچاق او پیرودل او پلورل او له فحشاو او جنسي تېریو څخه د ماشوم ساتنه په کې، په دقت سره ځای شوي دي."
د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، د ماشومانو د حقونو ملاتړ قانون په ۱۶ فصلونو او ۱۰۸ مادو کې ترتیب شوی او د کورنۍ او دولت مسؤلیتونه په کې هم، ځانګړي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، د افغانستان ډېری ماشومان له بېلابېل تاوتریخوالي سره مخ دي او په ځینو وسله والو شخړو کې هم قرباني کېږي.
د افغانستان دفاع وزارت د تېرې اوونۍ په وروستیو کې، په وسله والو شخړو کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر، یوه نوې پالیسي ترتیب او په عملي کېدو یې لاس پورې کړ.
خو د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د ماشومانو د حقونو د ملاتړ قانون د طرحې له پېژندلو وروسته وویل چې ډېری قوانین چې د ولسي لخوا تصویب شوي، حکومت په سمه توګه نه دي عملي کړي.
د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست وویل، حکومت تکراري قوانین دغه جرګې ته وړاندې کوي.
ښاغلي بشردوست زیاته کړه:
"که موږ اشتباه ونه کړو، د ماشومانو د ملاتړ په اړه لسګونه قوانین تصویب شوي او تکراري قوانین تصویبوو، د وه یا درې میاشتې وروسته به بل ورته قانون راشي."
په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي له حکومته غواړي، کوم قوانین چې د دغې جرګې لخوا تصویبېږي، هغه عملي کړي څو، په بېلابېلو برخو کې د قوانینو د نشتوالي له امله رامنځته شوي ستونزې، هواري شي.
د ماشومانو د ملا تړ د قانون طرحه په داسې حال کې ولسي جرګې ته پېژندل کېږي چې په تازه شپو ورځو کې د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون ویلي، اوس هم په هېواد کې ډېری ماشومان له خطرسره مخ دي او له ستونزو ډک ژوند تېروي.
راپور: خان محمد سیند