په افغانستان کې په نشه د روږدو کسانو د درملنې لپاره د دولتي او بهرنیوادارو ترڅنګ لسګونه غیر دولتي ټولنې او مرکزونه هم فعالیت لري.
له دې جملې څخه یو یې هم د مور کمپ يا «کمپ مادر» په نوم د معتادینو د درملنې مرکز دی چې په تېرو اوو کلونو کې یې د سلګونه معتادینو درملنه کړې ده.
دغه مرکز د کابل په لوېدیځه برخه کې په یوه کرايي کور کې جوړ شوی او د لیلا د «کمپ مادر» په نوم په دې مرکز کې اوبه د نشې پریښودلو یوه غوره لار بلل کېږي.
دلته نشیانو ته د نشې پرېښودلو لپاره درمل نه ورکول کېږي، بلکې د زړه خواله ورسره کوي او د دې تر څنګ يې له شلو څخه تر دېرشو دقیقو پورې په سړو اوبو کې ساتي چې د ارامۍ احساس وکړي، کله کله په سړو اوبو کې د معتادينو ساتل تر څو ساعتونو پورې هم دوام کوي.
نسیم علي زاده نومېږي، د خپل عمر ډېره برخه ېې په نشو کې تېره کړې، خو درې کاله کېږي چې نشه يې پرې ایښې او اوس په «کمپ مادر» کې د مدیر په توګه کار کوي.
دی وايي چې خپله هم په همدې کمپ کې د اوبو او زړه خواله له لارې تداوي شوی او اوس خپلې تجربې له نورو معتادینو سره هم شریکوي.
هغه وویل:
"ما تل دا هیله درلوده چې یوه شپه له نشه يي توکو د استعمال پرته ژوند وکړم، بالاخره د «کمپ مادر» په اړه مې واورېدل چې د اوبو په واسطه د روږدو کسانو درملنه کوي، هغه و چې دلته راغلم، دلته مې خپلې ستونزې وپېژندلې او دا مې ومنل چې زه یو ناروغ یم، هر ناروغ چې دلته راوړل کېږی لومړی یې نظافت ته پام کېږي، بیا هره ورځ له یوه څخه نيولې تر شپږو ځلو پورې په سړو اوبو کې ساتل کې چې ارام شي."
اوس مهال په دې کمپ کې شااوخوا ۲۰ معتادین بستري شوي چې د اوبو او د زړه خواله يا خبرو له لارې یې درملنه کېږي.
محمد حسین یو له هغو معتادینو څخه دی چې نېږدې یوه میاشت مخکې دې کمپ ته د درملنې لپاره راوستل شوی و.
دی وايي چې تر پخوا ډېر ښه شوی او اوس د نشې له امله په بدن کې پخواني دردونه نه احساسوي.
دی وايي:
"کله چې مو بدن ګرم شي نو سړې اوبه پر ځان اچوو، دا کار پر موږ ډېر تاثیر کوي، راحت کېږو او دردونه مو هېرېږي، اوس ښه شوی یم، په لومړیو دوو او دريو اونیو کې به مې پر ځان ډېرې اوبه اچولې."
د «کمپ مادر» په نوم د معتادینو د درملنې دغه مرکز د کابل په لوېدیځه برخه کې په یوه کرايي کور کې فعالیت کوي او د لیلا حیدري په نوم یوه مېرمن یې مسؤله ده.
اغلې حیدري وايي چې دغه کمپ یې اووه کاله پخوا په خپلو شخصي امکاناتو د معتادينو د درملنې لپاره جوړ کړ او په دې موده کې مو د څلور زرو معتادينو درملنه کړې ده.
نوموړې وايي:
"د اوو کلونو په موده کې مو د شااوخوا څلورو زرو معتادینو درملنه کړې ده، له دې ډلې څخه زر تنه یې روغ شوي، يعني بېرته یې د نشه يي موادو استعمال نه دی پيل کړ، دوی اوس عادي ژوند لري، ودونه یې کړي او خپل کارونه کوي."
لیلا حیدري په کابل کې يو رسټورانټ هم لري، دا وايي چې د معتادینو د درملنې مصارف له همدې لارې پوره کوي، تر اوسه دولت او یا هم کومې بلې ادارې هيڅ ډول مرسته نه ده ورسره کړې.
په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو يا کاهش تقاضا رئیس شاهپور یوسف د معتادینو د درملنې په برخه کې د دولتي روغتیايي مرکزونو ترڅنګ د غیر دولتي مرکزونو موجودیت هم ګټور بولي، خو ټینګار کوي چې د دې مرکزونو فعالیتونه باید معیاري اوسي.
نوموړي زیاته کړه:
"په افغانستان کې د نشه يي توکو د ستونزو په اړه چې په رسنیو کې د مخدره مواد پر ضد کومه خبره کېږي او خلکو ته پوهاوی ورکول کېږي ګټور کار دی،خو دا چې يو څوک د معتادينو درملنه کوي دا بیا لا ګټور کار دی، خو په دې شرط چې درملنه باید پر نړیوالو معیارونو برابره اوسي."
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې اوس مهال په هېواد کې څه باندې درې ميلیونه خلک په مستقیم او غیر مستقیم ډول په نشو اخته دي چې یو میلیون یې ښځې او نېږدې یو لک یې ماشومان دي.
د دې معتادینو د درملنې په برخه کې د دولتې او نړیوالو روغتیايي مرکزونو ترڅنګ لسګونه نادولتي روغتیايي مرکزونه هم فعالیت کوي، د عامې روغتیا وزارت په وينا، د دې مرکزونو په سلو کې ۳۰ يې د ښځو او ماشومانو درملنې ته ځانګړي شوي دي.
راپور: عبادالله حنانزی