د جهادي او ملي ګوندونو شورا: د سیاسي جریانونو او حکومت ترمنځ همغږي کمزورې کېږي

د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا وايي، د سیاسي جریانونو او حکومت ترمنځ همغږي ورځ تر بلې کمزورې کېږي او وايي په داسې حالاتو کې حکومت بهرنی ملاتړ خپله تکیه ګرځولې ده.

د دغې شورا مشر حضرت صبغت‌الله مجددي او غړو چې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۶» د اوسنیو حالاتو په اړه مطبوعاتي غونډه رابللې وه وايي، دا وخت د هر ادرس څخه حل لارې او پر حکومت انتقادونه وړاندې کېږي چې د خلکو د اندېښنې سبب شوې دي.

د جهادي او ملي ګوندونو د عالي شورا د رهبرۍ غړي او ویاند پیر سید حامد ګېلاني دغې خبري غونډې ته وویل که څه هم دوی د هر سیاسي جریان د هلو ځلو ملاتړ کوي تر څو حکومت او سیاسي جریانونه په ګډه د تفرقو مخه ونیسي او وايي په کار ده چې سیاسي ګوندونه په یوه صف کې راټول او حکومت ته لازمې مشورې ورکړي.

سید حامد ګیلاني

نوموړي زیاته کړه:

"که د دولت او ګوندونو ترمنځ یووالی، اتحاد، اتفاق او تفاهم رامنځته شي د دغو ستونزو او تفرقو څخه ډډه کېږي او چې څومره د تفرقو څخه مخنیوی شوی وي همدومره د دولت او نظام له ټینګښت سره مرسته کېږي."

د جهادي او ملي ګوندونو شورا له حکومت څخه هیله لري چې د ستونزو د حل په خاطر د سیاسي جریانونو سره د یوه مثبت تعامل له مخې تفاهم ته ورسېږي.

د سیاسي جریانونو ترمنځ د خپل‌منځي لیرې‌والي او په دې برخه کې پر حکومت انتقادونه داسې مهال مطرح کېږي چې د ملي وحدت حکومت له جوړېدو راهیسې د ګڼو سیاسي جریانونو له انتقادونو سره مخ دی.

احدي: د ملي یووالي حکومت افغانستان د کړکیچ پر لوري بیايي

"که مې حکومت غوښتنې ونه مني په بدیلو نسخو به فکر وکړو"

د افغانستان د خلکو محور: د حکومت نه مشروعیت افغان دولت غیرقانوني ګرځولی

د پخوانیو ځینو ګوندونو تر څنګ نوې ملي جبهه، د روښنايي غورځنګ، د خلکو ملي محور، د افغانستان د ژغورنې ائتلاف، د حراست او ثبات شورا، د جهادي او سیاسي ګوندونو شورا او ځيني نور هغه ادرسونه دي چې وخت نا وخت پر حکومت انتقادونه کوي.

په ورته وخت کې پخواني جهادي مشر عبدرب رسول سیاف چې د خپل ګوند مشرتابه غونډې ته‌یې په همدې ورځ په پغمان کې خبرې کولې وویل دوی له حکومت څخه خفه دي.

استاد عبدرب رسول سیاف

نوموړي زیاته کړه:

"موږ له حکومت څخه خفه یو، د حکومت له ځينو کړنو او بې‌لاريتوب څخه خفه یو، ولې د خفګان سره سره مو تر اوسه نه‌دي غوښتي چې په هېواد کې زموږ له‌خوا ګډوډي راشي او په عمومي نظام کې تزلزل رامنځته شي."

خو ده ټينګار وکړ چې حکومت د دوی هېڅ اصلاحي پروګرامونه او وړاندیزونه نه‌دي منلي، خو دوی بیا هم د ګډوډیو هڅه نه‌ده کړې.

د دې انتقادونو په ځواب کې د افغانستان د جمهوري ریاست وايي، افغان حکومت د سیاسيونو او ګوندونو مشورو ته درناوی لري.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال ازادي راډيو ته وویل حکومت په دې وروستیو کې ښې لاسته راوړنې لري او دوی له ځان سره د مشرانو مشورې لري.

دواخان مینه پال

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان حکومت په ټولو برخو کې د سیاسیونو او ګوندونو د مشرانو مشورې اخیستې دي او په دغې برخه کې د دوی د مشورو په رڼا کې قدمونه اوچتوي."

خو د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا وايي، دوی دې ته کار کوي چې څنګه ټولې ډلې په یوه صف کې راولي.

دا شورا ټینګار کوي چې که د دولت او ګوندونو ترمنځ یووالی راشي تاوتریخوالی او تفرقه له‌منځه ځي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ