د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ بیتالمقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژانده.
نوموړي وویل:
"ما پرېکړه وکړه چې اوس هغه وخت رارسېدلی چې په رسمي ډول بیتالمقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه وپېژنم."
د امریکا د ولسمشر دغه تاریخي څرګندونې د اسرائیلو لهخوا وستایل شوې، خو ځینو بیا هغه وغندلې.
ډونالد ټرمپ د چهارشنبې په ماښام په دغې تاریخي وینا کې د سیمهيیزو مخالفتونو سره سره دا اعلان وکړ چې بیتالمقدس د اسرائیلو د پایتخت په توګه په رسمیت پېژني.
دی وايي:
"موږ نن بالاخره په ښکاره ومنله چې بیتالمقدس د اسرائیلو پایتخت دی. دا د واقعیت تر پېژندلو څه کم او زیات نهدي. دا سم کار او هغه څه دی چې باید وشي."
ډونالد ټرمپ له سپینې ماڼۍ څخه د دې اعلان په ترڅ کې وویل:
"د امریکا کانګرس په ۱۹۹۵ کال کې یوه مصوبه درلوده چې له فدرال دولت څخهیې غوښتي چې بیتالمقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژني. اوس چې له هغه وخته ۲۰ کاله تېرېږي، د امریکا ټولو ولسمشرانو د امریکا د سفارت انتقال او د اسرائیلو د پایتخت په توګه د دغه ښار په رسمیت پېژندل ځنډولي وو."
د ټرمپ دغه اعلان د امریکا متحده ایالاتو د څو لسیزو هغه پالېسي بدله کړه چې ویلي یې و، د بیتالمقدس برخلیک باید له فلسطینیانو سره د خبرو اترو له لارې چې د دوو دولتونو د حللارې په نوم یادېده، مشخص شي.
ولسمشر ټرمپ وویل، اوس هم په پام کې لري څو تر خپله وسه د سولې د یوې داسې موافقتنامې د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي چې اسرائیل او فلسطین دواړو ته د منلو وړ وي.
د امریکا ولسمشر وویل، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت تهیې سپارښتنه کړې چې بیتالمقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال چارې پیل شي.
د تحلیلګرانو په خبره دا اقدام به له درېیو تر څلورو کلونو وخت ونیسي.
د اسرائیلو صدراعظم د ولسمشر دغه اقدام د یوه تاریخي اقدام په توګه وستایه.
بنیامین نتانیاهو تېر ماښام د یوه وېډیویي پیغام په خپرولو سره وویل:
"ولسمشر ټرمپ، ستاسو د نننۍ تاریخي پرېکړې مننه کوم چې د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه مو د بیتالمقدس په اړه وکړه. یهودیان او یهودي دولت به تل منندوی وي."
نتانیاهو له نورو هېوادونو وغوښتل چې له تلابیب څخه بیتالمقدس ته د خپلو سفارتونو د انتقال په برخه کې د امریکا لاره تعقیب کړي.
څه باندې ۸۰ هېوادونه په تلابیب کې سفارتونه لري.
د امریکا د ولسمشر تر دې اعلان څو ساعته وړاندې قهرجنو فلسطینیانو د ولسمشر ټرمپ پر وړاندې اعتراضونه وکړل.
هغوی شعارونه ورکول چې بیتالمقدس د فلسطین پلازمېنه ده.
بلخوا د فلسطین د ازادي غوښتونکي سازمان یوې لوړپوړې غړې حنان عشراوي د ولسمشر ډونالد ټرمپ د دغې پرېکړې یوه له مخالفینو څخه ده.
نوموړې وویل:
"د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه په ښکاره یوه له هغو غیر مسؤلانه پرېکړو څخه ده چې د امریکا د ولسمشر له لوري کېږي."
فلسطینیانو او عرب مشرانو او هم د امریکا کلیدي متحدینو ولسمشر ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه د بیتالمقدس په رسمیت پېژندل په ټول منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي خطر رامنځته کوي او د سولې بهیر پېچلی کوي.
ډېری هېوادونه پر ټول بیتالمقدس د اسرائیلو حاکمیت په رسمیت نهپېژني.
پهدغه ښار کې داسې سیمې شته چې د مسلمانانو، یهودانو او مسیحیانو لهخوا سپېڅلي ګڼل کېږي.
د ټرمپ د دې پرېکړې په اړه د نړیوالو غبرګونونو په دوام د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش ویلي چې د بیتالمقدس برخلیک باید د اسرائیلیانو او فلسطینیانو ترمنځ د خبرو له لارې وټاکل شي.
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د ټرمپ دا اقدام د خواشینۍ وړ بللی دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا پرېکړه غندلې او هغهیې غیر مسؤلانه اقدام بللی دی.