د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس اسلاماباد ته رسېدلی او تمه ده چې نن به له پاکستاني چارواکو سره د ترورېزم پر اړوندو مسایلو خبرې وکړي.
د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د متحده ایالاتو د نوې ستراتېژۍ له اعلان وروسته امریکايي چارواکو په پرلهپسې ډول ویلي چې پاکستان باید د هغو ډلو پر ضد چې په افغانستان کې پر نړیوالو او افغان ځواکونو حملې کوي، نور اقدامات وکړي.
Your browser doesn’t support HTML5
تمه ده چې ښاغلی مټېس به نن په اسلاماباد کې له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې په ډاګه ووايي چې امریکا په دې برخه کې جدي ده.
مټېس اسلاماباد ته له روانېدو مخکې پرون په کوېټ کې خبریالانو ته وویل چې له پاکستاني مشرانو څخهيې اورېدلي چې پاکستان د ترورېزم ملاتړ نهکوي، خو ده ټینګار وکړ چې پاکستان باید دا ژمنه په خپلو پالېسيو کې منعکسه کړي.
هغه وویل چې امریکا له پاکستان سره د دې ستونزې د حللپاره ګډ کار غواړي او زیاتهیې کړه چې امریکا له پاکستان سره د نېکو اړیکو ټینګولو او همکارۍ ته لېوالتیا لري، خو په عین حال کې ده زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ پر دې خبره ټینګار کوي چې باید په پاکستان کې د ترورېستي ډلو د پتنځایونو په وړاندې اقدام وشي.
مټېس به نن په اسلاماباد کې له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې په ډاګه ووايي چې امریکا په دې برخه کې جدي ده.
له ښاغلي مټېس څخه پوښتنه وشوه چې ایا دی پاکستان ته د دې لپاره راغلی چې پر دې هېواد فشار راوړي، نو ده په ځواب کې وویل چې د ده د کار تګلاره داسې نهده بلکې دی باور لري چې په دې برخه کې باید جدي کار وشي.
ښاغلی مټېس دا خوشبینانه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په واشنګټن کې عمومي نظر دا دی چې پاکستان د طالبانو او د حقاني شبکې د وسلهوالو پر ضد کافي اقدامات نهدي کړي.
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان امریکايي جنرال جان نېکلسن تېره اوونۍ وویل چې د افراطي ډلو د ملاتړ په برخه کې د پاکستان په چلند کې بدلون نهدی راغلی.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په تېر اکټوبر میاشت کې واشنګټن ته د سفر پر مهال وویل، هېواد یې لېوال دی چې د ټرمپ له ادارې سره همکاري وکړي، خو ده زیاته کړه چې پاکستان د امریکا له مرستې پرته د ترورېستانو ځالې ورانې کړي.