خوګیاڼو کې د داعش او طالبانو جګړه دوام لري او زرګونه ولسي خلک‌یې بې‌کوره کړي

داعش یا د اسلامي دولت وسله‎وال له شینوارو وروسته د سپین‎غره د لمنې په یوه بله ولسوالۍ خوګیاڼو کې دي.

د دې ډلې وسله‎وال له تېرو څو ورځو راهیسې د خوګیاڼو د وزیرو او هغو شااوخوا سیمو کې چې وسله‎وال طالبان په‌کې فعال وو، له طالبانو سره په توده جګړه بوخت دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې جګړه لا هم په هغو سیمو کې چې پخوا د وسله‎والو طالبانو په ولکه کې وې، روانه ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی

دی وايي:

"جګړه په هغو سیمو کې اوس هم د دوو وسله‎والو ډلو ترمنځ روانه ده چې مخکې تر دې په‌کې وسله‎والو طالبانو فعالیت درلود. اوس داعش وسله‎واله ډله غواړي چې په دې سیمو کې ځان ته ځای پیدا کړي."

که څه هم د افغانستان دفاع وزارت او د ننګرهار سیمه‎ییزه اداره په سیمه کې د وسله‎والو ډلو پر ضد د عملیاتو د پیل خبره کوي، خو ځايي خلک وايي، تر اوسه پورې یې د جګړې سیمې ته نږدې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو خوځښتونه نه‎دي لیدلي.

د وزیرو د سیمې یو اوسېدونکي نقیب‌الله چې د جګړې له کبله له خپل کلي د خوګیاڼو د ولسوالۍ مرکز ته کډه شوی ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه‌یې افغان امنیتي ځواکونه نه‎دي لیدلي چې د جګړې سیمې ته نږدې ورغلي وي.

له خوګیاڼو راکډه شوي خلک

دی وايي:

"دولت د ولسوالۍ له مرکزه بېخي خوځېدلی نه‎دی. موږ د پولیسو او اردو کوم موټر نه‎دی کتلی چې د جګړې د سیمې خوا ته تللی وي. بس له جلال‎اباده تر ولسوالۍ پورې د پولیسو موټر وخت نا وخت ښکاري، خو له ولسوالۍ پورته د جګړې سیمې ته دولتي ځواکونه نه‎دي ورغلي."

خو د ننګرهار ولایتي چارواکو او په کابل کې د دفاع وزارت چارواکي وايي، په سیمه کې یې عملیات پیل کړي، هوايي بریدونه دوام لري او د ګډو ځواکونو له‎خوا ځمکني عملیات په جریان کې دي.

د ازادي راډیو خبریال د دفاع وزارت له ویاند جنرال دولت وزیري سره د سیمې د خلکو هغه ادعا چې وايي، د داعش او طالبانو جګړه دوام لري او سیمه کې تر اوسه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه نه‌شته، شریکه کړه.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

ښاغلي وزیري وویل:

"قوتونه راټول شوي، د خوګياڼو پر خوا تللي، زموږ هوايي ځواک هم په جریان کې دی او د کمانډو ځواکونو هم وظیفه اخیستې. هلته لوی عملیات ترسره کېږي، حکومت او وسله‎وال پوځ دغلته د داعش ځپلو ته ژمن دی او څو ورځې وروسته به تاسو سیمه کې داعش ونه‌ګورئ."

بل‎خوا د خوګیاڼو د وزیرو له تنګي او شااوخوا سیمو څخه د روانې جګړې له کبله په زرګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه تر پنځه نیم زرو زیاتې کورنۍ د کډوالو د چارو د ادارې له‎خوا سروې شوې دي او شااوخوا درې نیم زره بې‌ځایه شویو کډوالو ته لومړنۍ مرستې رسېدلي دي.

په سیمه کې د جګړو له کبله یو شمېر بې‌ځایه شویو خلکو ازادي راډیو ته وویل، د بې‌ځایه شويو خلکو شمېر تر دې ډېر زیات دی او ډېرو کمو کسانو ته مرستې رسېدلي.

نقیب‌الله چې خپله د خوګیاڼو ولسوالۍ مرکز ته کډه شوی ازادي راډیو ته وویل، په زرګونه کورنۍ له ښځو او ماشومانو سره، د سړکونو پر غاړه په دښتو کې بې‌سرپناه پراته دي او د سپین‎غر د لمنې سړه هوا دغلته د بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره بله ستونزه ده چې په ځانګړي توګه‌یې د ماشومانو روغتیا ته جدي خطر پېښ کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل پر خپله فېس‌بوک پاڼه کې ویلي:

"که د داعش مخه په خوګیاڼو کې ونه‌نیول شي او خوګیاڼي د دوی څخه پاک نه‎شي، ممكن د دوى پلان به دا وي تر څو حصارک، ازره، سرخرود، سروبي، خاک جبار او د کابل-‌ننګرهار لویه لار د نا امنیو سره مخ کړي."