روحاني اسد ته: د حکومت او اپوزسیون غونډه سوریه کې د ثبات پر لور ګام دی

د ایران ولسمشر حسن روحاني د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته په ټیليفوني تماس کې ویلي چې د اپوزسیون ځواکونو په ګډون د ملي کانګرس لپاره وړاندیز به په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د سولې او ثبات له ټینګېدو سره مرسته وکړي.

د ایران ایرنا دولتي خبري اژانس د روحاني له قوله ویلي چې د شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۴» یې اسد ته دا خبره کړې چې د حکومت او د اپوزسیون ډلو ترمنځ غونډه به په سوریه کې د سولې او ثبات پر لوري یو ګام وي.

سوریه کې شاوخوا پنځه میلیونه له خپلو سیمو بې ځایه شوي.

د ملي کانګرس پر وړاندیز په هغې درې اړخېزه غونډه کې موافقه شوې چې د ایران، ترکیې او روسیې مشرانو د روسیې د تور سمندرګي په غاړه په سوچي کې د نوومبر په ۲۲مه کړې وه.

له دغې غونډې وروسته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وویل چې درې واړو قدرتونو موافقه کړې چې په دې هېواد کې د شپږ کلنې کورنۍ جګړې د پای ته رسېدو لپاره به د سوریې د حکومت او یاغي ډلو په ګډون یو کانګرس را غواړي.

ایران او روسیه د اسد او ترکیه او د امریکا متحده ایالات د هغو یاغي ډلو چې د اسد د حکومت په وړاندې جنګېږي، ملاتړ کوي.

روحاني بشارالاسد ته په ټیليفوني تماس کې ویلي چې د اپوزیسیون په ګډون د ملي کانګرس لپاره وړاندیز به په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د سولې له ټینګېدو سره مرسته وکړي.

​له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې د سوریې په کورنۍ جګړه کې له ۳۱۰ زرو زیات کسان وژل شوي او له شپږ میلیونو زیات هم بهرنیو هېوادونو ته مهاجر شوي دي.

دغه راز په په سوریه کې کور دننه هم شاوخوا پنځه میلیونه له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

د ایران سپاه پاسدران انقلاب ځواک د اسد د حکومت د ملاتړ لپاره دې هېواد ته وسلې او وسله‎وال استولي دي.

د ملي کانګرس د رابللو لپاره وخت نه‎دی ټاکل شوی او دا هم نه‎ده روښانه چې هغه به له نورو هغو هڅو چې تر اوسه په سوریه کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره مخ ته وړل شوي، څه توپیر ولري؟

د ملګرو ملتونو په مرسته په جینوا کې د سیاسي حل‎لارې په هدف او د روسیې، ترکیې او ایران په مرسته هم د قزاقستان په پلازمېنه استانې کې د سولې خبرې مخ ته وړل کېږي.

د سوريي په اړه د استانې غونډه

د استانې په خبرو کې په سوریه کې له جګړې سره په تړلو موضوعاتو تمرکز شوی او په هغو کې د حکومت او یو شمېر یاغي ډلو ګډون کړی دی.

ایرنا دغه راز د روحاني له قوله دا خبره هم کړې چې ویلي یې دي ایران چمتو دی چې د دې هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي.