د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

د ایران د سپاه پاسداران ډلې یو قوماندان په سوریه کې وژل شوی


د ایران د سپاه پاسداران ډلې یو قوماندان خیرالله صمدي
د ایران د سپاه پاسداران ډلې یو قوماندان خیرالله صمدي

د ایران د سپاه پاسداران ډلې یو قوماندان خیرالله صمدي په سوریه کې له داعش سره په جګړه کې وژل شوی دی.

فارس دولتي خبري اژانس د صمدي د وژنې په تأیید سره ویلي چې د سپاه پاسداران ډلې دغه قوماندان په سوریه کې د یوې پوځي ډلې مسؤلیت په غاړه درلود.

خیرالله صمدي د هاوان د لګېدو په سبب لومړی ټپي و.

صمدي د نومبر په ۱۶ مه د سوریې په ابوکمال ښار کې له داعش سره په جګړه کې وژل شوی و، خو ایران پرون دا خبره تأیید کړه.

د ایران سپاه پاسداران "ځواکمن" پوځ د سوریې په شپږ کلنه کورنۍ جګړه کې د بشار الاسد له رژیم کلک ملاتړ کړی او په ګټه‌یې جنګېدلی دی.

د ایران دفاع پرس وېب‌پاڼې چې د دغه هېواد له پوځ سره نږدې اړیکې لري وویل چې خیرالله صمدي د هاوان د لګېدو په سبب لومړی ټپي و او بیا یې ساه ورکړه.

دفاع پرس، قوماندان صمدي د "حرم مقدس" مدافع بللی، هغه لقب چې په سوریه کې ایراني پوځيانو او د سپاه پاسداران ډلې نورو شیعه عسکرو ته کارول کېږي.

ایراني رسنیو پرون د قوماندان صمدي او د سپاه پاسداران د خاصو ځواکونو "قدس" د مشر قاسم سلیماني په بهر کې اخیستل شوي ګډ پخواني عکسونه خپاره کړل.

د ایران د سپاه پاسداران د یوه قوماندان د وژلو خبر په داسې ورځ خپور شو چې د عربي هېوادونو د اتحادیې یا عرب لیګ د بهرنیو چارو وزیرانو په بېړنۍ غونډه کې هغه څه چې دوی یې د ایران تاوتریخجنې کړنې بولي وغندلې.

احمد ابوالغیط
احمد ابوالغیط

د عرب لیګ سرمنشي احمد ابوالغیط په پرونۍ غونډه کې وویل:

"موږ ټولو د ایران د جمهور رئیس حسن روحاني تُندې خبرې واورېدې چې ګواکې دا ناممکنه ده چې له ایران پرته په عراق، سوریه، لبنان، شمالي افریقا او فارس خلیج کې جدي ګامونه پورته شي. موږ دا له غرور ډکې، بې‌توله او کرکجنې خبرې غندو او له ایران غواړو چې د عربي هېوادونو په وړاندې خپل چلند بدل کړي."

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل‌الجبیر هم په پرونۍ غونډه کې د ایران په اړه تُندې څرګندونې وکړې او ویې‌ویل، هېواد یې د ایران د تاوتریخجنو عملونو په وړاندې بې‌تفاوته نه‌پاتې کېږي او د ځان د امنیت د دفاع لپاره به د ایران په وړاندې هېڅ عمل ونه‌سپموي.

جبیر زیاته کړه چې د ایران د سیاستونو هر ډول دوام به موږ وهڅوي، نو د ده په خبره "باید سره یو شو."

XS
SM
MD
LG