د زهرا قضيه چې تر اوسه لا حل شوې نه ده خو د افغانستان په پوهنتونو کې د محصلينو پراخو ستونزو ته پام اړوي. د کابل پوهنتون د ژبو ادبياتو د پښتو څانګې محصل رحمت رحيمزی هم له هغو محصلينو څخه يو دی چې لومړی د استاد له خوا ورسره د مونوګراف موضوع ومنل شوه خو وروسته تاييد نشوه.
"سږ کال ما پايليک لیکه نو ما پر يوه موضوع کار کاوه او غوښتل مې چې هغه نوې وي او زما د لارښود استاد راسره دا موضوع ومنله خو کله چې کميټې ته لاړم، کميټې راسره ونه منله. هغوی دا لامل ياداوه چې دا موضوع زموږ په ژبه يا مطلب پوري اړونده نه ده او بايد پر بله موضوع کار وکړئ. ما او نورو ملګرو يو شمېر موضوعات ياد کړل خو ونه منل شول."
تاسو باور وکړئ داسي محصلين لرو چې صيحح موضوع نه لري او موږ ته راځي، سل رقمه واسطې وي سل رقمه فشارونه وي چې موږ باید دوی کاميابه کړو. نو ايا دا تمبل محصل باید موږ کاميابه کړو کنه ځان وژني؟استاده شبنم صالحي
د کابل پوهنتون د ادارې او عامې پالیسۍ د پوهنځي استاده شبنم صالحي وايي، تر دوو کلونو مخکې پوري مونوګرافونو کريډټ نه درلود، ياني نومرې يې نه درلودې چې هغه پر کدر اغېز ولري. خو په نوي کريکولم کې په ځينو پوهنځيو کې مونوګرافونه د کريکولم جز دي او کريډټ لري. که څه هم دا په ځينو مواردو کې د محصلينو مخې ته د خنډونو خبره نه ردوي خو وايي چې استادان هم تر بيلابيلو فشارونو لاندي وي.
مېرمن صالحي وايي چې هر محصل بايد خپل ظرفیت دومره لوړ کړي چې هيڅ څوک ونکړای شي له ظرفيتونو يې سترګي پټې کړي.
د کابل پوهنتون د ادبياتو له پوهنځي څخه فارغه لعل پوره اميرزۍ چې اوس په همدې پوهنتون کې ماستري کوي، وايي که څه هم پخپله له داسي ستونزو سره نه ده مخامخ شوې خو په نورو پوهنځيو کې يې ليدلي چې نجونې تر هلکانو زياتې له خنډونو او ستونزو سره مخامخ کيږي. دا وايي ځیني استادان سيمېز توپیري چلند کوي.
"په دولتي پوهنتونو کې چې يوه محصله صنف ته ځي له دې پوښتنه کيږي چې ته څوک يې د کوم ځای يې. که د دوی وطنداره يې نو درسره مرسته کوي که نه نو په نښه کوي دي تر اخرې ورځې پوري."
مېرمن اميرزۍ وايي، که نجونې د خپلو درسونو له خاطره له استاد سره د هغه په دفتر کې وويني، د نورو محصلينو او ځيني استادانو له خوا له دغه استاد سره په اړيکو تورنه کيږي نو نجونۍ مجبوره وي چې په ډليېزه توګه له استادانو سره وويني.
"موږ خبرېدو چې په اکثرو پوهنځيو کې فلاني استاد فلانۍ نجلۍ ناکامه کړه. ولې؟ ورته يې ويل چې راشه زما په اطاق کې ستا سره زما کار دی. په اطاق کې يې ورته غير مستقيم ويلي چې زه له تا جنسي توقع لرم. نجلۍ بيرته په ژړا راوتلې وه. او حتی دا يې هم ورته ويلي وو چې که ته زما غوښتنه پوره نکړې، لاس دې تر ريس جمهوره خلاص، زه دې نه کاميابه کوم. په دې صورت کې د نجلۍ کال حيف کيږي."
مېرمن اميرزۍ وايي چې په ځينو مواردو کې لیدل شوي چې د پوهنتون استادان ځيني نجونې خپلو زامنو يا ځان ته ودول غواړي او له همدې کبله د دې په خبره اکثرو استادانو دوه ودونه کړي دي.
د کابل پوهنتون د ژبو ادبياتو د پښتو څانګې محصل رحمت رحيمزی مني چې په پوهنتونو کې د هلکانو په پرتله د نجونو د بريا په لاره کې خنډونه زیات دي خو دی وايي چې ځيني استادان هلکانو ته هم سمې نومرې ځکه نه ورکوي چې د کدر له درجې يې وغورځي. دی وايي نجونې له بيلابيلو ستونزو سره مخامخ وي
"موږ زياتې نجونې لرو، په ښه پوزیشن کې دي. د صنف اول نمره ګانې دي خو د استادانو له خوا نه پريښودل کيږي چې مخته لاړې شي او د دوی ډار وي چې بيرته به همدلته استادانې شي."محصل رحمت رحيمزی
ښاغلی رحيمزی وايي کله چې د محصل نومرې کمې شي، لس ورځې وخت لري چې د تجديد نظر لپاره کميټې ته ورشي. خو د ده په خبره کميټه شفافه نه وي او بيرته له همدغو استادانو څخه جوړه وي چې له محصل سره مرسته نه کوي.
د کابل پوهنتون د ادارې او عامې پالیسۍ د پوهنځي استاده شبنم صالحي هم موافقه ده چې نجونې له ډيرو ستونزو سره مخامخ وي خو دا وايي:
"که نجونې له استادانو سره یوازي نشي کتلای، د ګروپ په شکل دې راشي. محصلين پوښتنې کوي، موږ په صنف کې وخت ورکوو، که هلته نه وي له صنفه دباندي پوښتنه مطرح کولای شي. خو دا درسره منم چې په ځينو مواردو کې پخپله ټولنه، استادان او د پوهنتون محيط ملامت دي، ښايي داسي یو ذهنيت موجود وي."
د کابل پوهنتون د ادبياتو له پوهنځي څخه فارغه لعل پوره اميرزۍ ادعا کوي چې ځيني استادانو کړۍ جوړې کړي دي او د چا زور ورباندي ځکه نه رسيږي چې له وزير او ريس سره لاره لري. خو دا ښځينه محصلينو ته داسي مشوره لري:
"که زه د ځورېدلي نجلۍ پر ځای يم، خپل دوه درې کاله شا ته اچوم خو نه پرېږدم عزت ته مې صدمه ورسیږي او د موضوع په اړه به خپله کورنۍ خبره کړم. که څوک له داسي ستونزې سره مخامخ کيږي بايد په اداره کې ونه بیريږي. که په دپارتمنت کې ونشي هلته ریس او معاون دي که هغه نه وي د پوهنتون پر کچه دې يې مطرح کړي. که يو کس داسي رسوا شي، بل کس زړه نشي کولای."
د لوړو زده کړو په سيستم کې پر ستونزو سربېره په افغانستان کې ۸۲ شخصي پوهنتونونه او انستيتوتونه دي او همداراز د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د شمېرو له مخې، په هیواد کې ۲۲ پوهنتونونه دولتي دي.
ويډيو: د زهرا خاوري د ځانوژنې په اړه نور محلصين څه وايي؟