د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

نن پنجشنبه د نومبر ۱۶مه د زغم نړیواله ورځ ده


د نومبر ۱۶مه نېټه په نړیواله سطحه د زغم د ورځې په توګه لمانځل کېږي.

د ملګرو ملتونو کلتوري ادارې یا یونسکو په ۱۹۹۵ میلادې کال کې د خپل تأسیس د ۵۰مې کالیزې پر مهال د نومبر ۱۶مه نېټه د زغم د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.

د یونسکو د پرېکړه‌لیک له مخې زغم نه بې‌تفاوتي او نه هم غرور دی بلکې دا د نړۍ د غني کلتورونو ستاینه او د هغې درناوی دی.

زغم نړیوال بشري حقونه پېژني او د نورو بنسټیزو ازادیو ته احترام لري.

د ملګرو ملتونو پرېکړه‌لیک وايي، یوازي زغم کولای شي د نړۍ په ټولو برخو کې د بېلابېلو ټولنو بقا تضمین کړي.

د دې پرېکړه‌لیک له مخې زغم نه‌یوازې یوه اخلاقي دنده ده بلکې تحمل د افرادو او دولتونو قانوني او سیاسي غوښتنه هم ده.

ملګري ملتونه د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د اړتیا پر وخت په مساوي ډول د ټولو افرادو او ډلو سره د چلند او هغوی ته د فرصتونو د برابرولو لپاره نوي قوانین جوړ کړي.

م.م: زغم کولای شي د نړۍ په ټولو برخو کې د بېلابېلو ټولنو بقا تضمین کړي.
م.م: زغم کولای شي د نړۍ په ټولو برخو کې د بېلابېلو ټولنو بقا تضمین کړي.

نا انصافي، تاوتریخوالی، تبعیض او څنډې ته کول د نه‌زغم عمومي ډولونه بلل کېږي.

په ټولنو کې د زغم په اړه د پوهاوي په هدف باید د هغو فعالیتونو مخه ونیول شي چې د نورو د وېرولو او منزوي کولو سبب کېږي.

دغه‌راز له ځوانانو سره باید په ازاد او اخلاقي ډول د فکر کولو او نقد د ظرفیتونو په پیدا کولو کې مرسته وشي.

له ځوانانو سره باید په ازاد او اخلاقي ډول د فکر کولو او نقد د ظرفیتونو په پیدا کولو کې مرسته وشي.
له ځوانانو سره باید په ازاد او اخلاقي ډول د فکر کولو او نقد د ظرفیتونو په پیدا کولو کې مرسته وشي.

د ملګرو ملتونو کلتوري اداره یا یونسکو د زغم په اړه په خپله اعلامیه کې وايي، د نړۍ په کلتورونو، مذاهبو، نژادونو او ژبو کې توپیرونه باید د شخړو لپاره پلمه نه‌شي بلکې دا هغه خزانه ده چې ټول غني کوي.

XS
SM
MD
LG