د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، په میوند کې پر امنیتي پوستو د وسلهوالو طالبانو حملې د کندهار-هرات د لویې لارې د سقوط هڅه وه.
د سې شنبې په شپه « ۱۳۹۶ کال د لړم۲۳» سلګونه وسلهوالو د هلمند د لښګرګاه له دوراهي څخه تر میوند او ژړۍ ولسوالۍ پورې پر یوه وخت پر ۱۶ امنیتي پوستو حملې وکړې.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د جګړې سیمې ته نږدې د امنیتي سرتېرو سره تر لیدنې وروسته ازادي راډیو ته وویل چې پر میوند د وسلهوالو طالبانو حمله د کندهار-هرات د لویې لارې د سقوط هڅه وه.
د قوماندان په وینا په دغې جګړه کې ۲۲ پولیس او ۴۵ وسلهوال وژل شوي ۱۵ پولیس او ۵۰ وسلهوال ټپیان دي.
دی وايي:
"د دښمن هدف ښايي دا وو چې لویه لاره وتړي او یو ډول فشار راولي او یا د میوند نورو کلیو او سیمو ته داخل شي، خو د دوی ټولې حملې په شا وتمبول شوې."
میوند ولسوالۍ د کندهار لوېدیځ ته د هلمند د ناامنو سیمو سره پوله لري.
په دغې ولسوالۍ کې د جګړې پر کرښه ولاړ سرتېري د سې شنبې د شپې د سختې جګړې کیسه داسې کوي:
"زما نوم تورجان دی د میوند اوسېدونکي؛ جنګ د شپې داسې پیل شو، اول یو ټکه وو، وروسته دوه ځایه زموږ جنګ ونښت، په کلاښامیر کې مرستندویه قوتونه چې راورسېدل، د هغه ځایه موږ ځان راخلاص کړ، په لاره کې کمینونه راته نیول شوي وو، له دې کمینونو چې راووتو، بیا مو خپل شهیدان او ټپیان راپورته کړل، پوستې د دښمن لاسته ور نهغلې موږ ځانونه ورورسول."
په تېرو دوو ورځو کې د میوند د جګړې سره هممهاله په ډنډ او معروف ولسوالیو کې درې پرلهپسې ځان وژونکې حملې وشوې چې د ناټو د قاطع مأموریت د څلورو سرتېرو په ګډون افغان امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله واوښته.
وسلهوالو طالبانو چې د دغو پېښو مسؤلیت منلی، د زیات شمېر امنیتي سرتېرو د وژلو ادعا کوي.
راپور : محمد صادق رښتینی