د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

چارواکي: په کندهار کې د طالبانو په حمله کې ۴۵ طالبان او ۲۲ پولیس وژل شوي


وسله‌والو طالبانو تېره شپه د کندهار په میوند او ژړۍ ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر ۱۵ امنیتي پوستو حملې کړې دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ سرپرست ویاند مطیع‌الله نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۳» ازادي راډیو ته وویل وسله‌والو طالبانو تېره شپه له اتو بجو وروسته د لښګرګاه له دوراهي څخه بیا تر ژړۍ ولسوالۍ پورې پر شااوخوا ۱۵ پوستو پر یوه وخت حملې وکړې.

د مطیع‌الله په وینا د پولیسو تر مقاومت وروسته جګړې تر سهار ۳ بجو دوام کړی چې ۲۲ پولیس ۴۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي، ۳۵ وسله‌وال طالبان او ۱۵ پولیس ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"جګړې د اتو بجو څخه تر ۳ بجو دوام کړی. ۴۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي، ۳۵ ټپیان شوي. زموږ ۲۲ پولیس شهیدان او ۱۵ نور ټپیان شوي دي."

د پولیسو ویاند وايي، وسله‌والو د پولیسو له یوه رنجر موټر څخه په استفادې چاودنه کړې چې د پولیسو ډېره مرګ ژوبله د دې چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د پولیسو د ویاند په خبره وسله‌والو غوښتل چې میوند والسوالۍ ته سقوط ورکړي، خو نورو کمکي پولیسو د وسله‌والو دا پلان شنډ کړ.

په عین وخت کې وسله‌والو طالبانو ازادي راډیو ته په یوه استولي پیغام کې په دغې جګړه کې د ۴۳ پولیسو د وژل کېدو او د ۳ امنیتي پوستو د نیولو ادعا کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د تېرې تلې میاشتې پر ۲۷مه د میوند ولسوالۍ په چشمو سیمه کې د ملي اردو پر یوې قرارګاه د وسله‌والو طالبانو په حمله کې ۴۳ د ملي اردو سرتېري ووژل شول.

د کندهار میوند ولسوالۍ له هلمند ولایت سره پر پوله پرته ده چې ډېر کله وسله‌وال طالبان له هلمند څخه پر دغې ولسوالۍ حملې کوي.

همدارنګه تېره ورځ په ډنډ ولسوالۍ کې هم پر بهرنیو ځواکونو انتحاره حمله وشوه.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG