پاکستان: افغانستان سره یو اېنچ نړیوال سرحد به زموږ له څارنې پرته پاتې نه‎شي

د پاکستان پوځ د روان میلادي کال د جون په میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د موانعو د جوړېدو اعلان کړی وو.

اوس د پاکستان د پوځ یوه چارواکي ویلي دي چې له دې سره به له افغانستانه پاکستان ته د ترهګرو د اوښتو مخه ونیول شي.

په جنوبي وزیرستان کې تورن جنرال نعمان زکریا د چهارشنبې په ورځ د ډیورند له کرښې څخه د لیدو پر مهال وویل:

"د ۲۰۱۸ کال تر ډسمبر پورې به په هغو سیمو کې چې تېرېدل پرې سخته دي، خطرناکه دي او زموږ د افغانانو وروڼو په نظر حساسې دي او کنټرول‌یې د دوی له لوري دقیق نه‎دی، یو مخ موانع جوړې شي. سرحدي کلاوې به بشپړې شي. یو اېنچ نړیوال سرحد به زموږ له څارنې پرته پاتې نه‎شي."

د روېټرز اژانس د راپور له مخې اسلام‎اباد غواړي چې د نږدې ۲۵۰۰ کېلو متره اوږده سرحد په امتداد اغزن سیم، کندې او دې ته ورته موانع جوړې کړي.

پاکستان د دې سربېره دا هڅې کوي چې کابل ورسره مخالفت کړی دی.

افغانستان وایي چې دا خنډونه به د ډیورند د کرښې دواړو لورو ته کورنۍ سره بېلې کړي.

افغانستان پخوا هم څو ځله دا خبره کړې ده چې د اغزن سیم غځول او د کندو ایستل له ترورېزم سره په مبارزه کې مرسته نه‎کوي.

افغانستان: دا خنډونه به د ډیورند د کرښې دواړو لورو ته کورنۍ سره بېلې کړي.

د چارو کتونکي عبدالغفور لېوال ازادي راډیو ته وویل چې د ترهګرو مرکزونه د ډیورند د فرضي کرښې تر څنګ نه‌دي.

ښاغلی لېوال زیاتوي:

"د ترهګرۍ مراکز هغلته دي چې اسامه بن لادن ووژل شو، په هغه ځای کې چې د ترهګرۍ نور مشران په ډېر واضح ډول هلته هدف وګرځېدل او ووژل شول تر هغو چې د دوی ریښه او بنیاد له ستراتېژیکو پوځي مرکزونو څخه راټوله نه‎شي او هلته فلج نه‌کړای شي تر هغو پورې د ولس ترمنځ د اغزنو سیمانو یا د هر ډول موانعو جوړېدل هېڅ ډول امنیتي تضمین نه‎شي درلودلی."

لېوال: د ترهګرو مرکزونه د ډیورند د فرضي کرښې تر څنګ نه‌دي.

پاکستاني چارواکي تور پورې کوي چې په افغانستان کې مېشت د تحریک طالبان پاکستان ډلې تېر کال څو بریدونه په پاکستان کې وکړل.

خو د افغانستان حکومت اسلام‌اباد تورنوي چې د طالبانو مشرانو ته پناه ورکوي.

هم کابل او هم اسلام‌اباد د یوه بل دغه تورونه ردوي.