د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

دانش: د مخدره موادو په وړاندې عملیاتو کې ۱۰سلنه زیاتوالی راغلی


د افغانستان په نا امنه سیمو کې د کوکنارو د کښت له زیاتوالي سره سم د کوکنارو د کښت او نشه موادو د قاچاق پر وړاندې د افغان امنيتي ځواکونو عملیات زیات شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د کوکنارو کښت او په هېواد کې دننه او دباندې د نشه يي موادو د قاچاق زیاتوالي ته په پام سره د افغان امنيتي ځواکونو، په تېره بيا د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړي قطعې د کوکنارو د کښت په اړولو، د نشه يي موادو د قاچاق په مخنیوي او قاچاق کوونکو په نیولو کې زیاتوالی راغلی دی.

نجیب دانش
نجیب دانش

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ راپورونه ښيي چې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو او نشه يي موادو په نیولو کې په سلو کې لس زیاتوالی راغلی دی، خو له بده مرغه چې د کوکنارو په کښت او نشه يي موادو په قاچاق کې د تېر کال په پرتله زیاتوالی راغلی دی، خو د دې تر څنګ له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې زموږ د عملیاتو ګراف هم لوړ شوی دی."

ښاغلی دانش وايي، د کورنیو چارو وزارت لومړنۍ څېړنې ښيي چې په روان شمسي کال کې د کوکنارو په کښت او نشه يي موادو په قاچاق کې زیاتوالی راغلی او اکثره يې د هېواد په نا امنه سیمو پورې اړه لري.

تر دې مخکې د افغانستان د بیا رغونې امریکايي څارونکي ادارې يا سیګار د روان میلادي کال په خپل لومړي درې میاشتني راپور کې لیکلي و چې د دې کال په لومړیو دریو میاشتو کې د افغان امنيتي ځواکونو عمليات په سلو کې ۶۰ کم شوي دي.

که څه هم د سیګار د ۲۰۱۷ ميلادي کال په راپور کې د کوکنارو د کښت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو سیګار د نا امنیو ترڅنګ مالي ستونزې هم له نشه يي موادو سره د مبارزې په عملیاتو کې د کموالي لامل ګڼي.

په مشرانو جرګه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې کمېسیون رئیس محمد هاشم الکوزی په دې باور دی چې پر ځینو سیمو د طالبانو واکمني او د دې سیمو نا امنه کول د دې لامل شوی چې د کوکنارو په کښت کې زیاتوالی راشي.

ښاغلی الکوزی وايي، د کوکنارو د کښت او نشه يي موادو د قاچاق پر وړاندې عملیات هغه مهال مطلوبه نتیجه ورکوي چې افغان ځواکونه خپل تعرضي حالت وساتي او ډېری سیمې د طالبانو له واکه وباسي.

محمد هاشم الکوزی
محمد هاشم الکوزی

نوموړي زیاته کړه:

"افغان امنیتي ځواکونه اوس له دفاعي حالت څخه وتلي او تعرضي حالت یې غوره کړی دی، خو تر اوسه هم ځینې داسې سیمې شته چې کوکنارپکې کرل کېږي، افغان امنیتي ځواکونو دا سيمې په پوره توګه تر خپل واک لاندې نه دي را وستي او طالبان اوس هم پر دې سیمو حاکم دي، دغه ډول بزګران په دې سیمو کې د کوکنارو دویم فصل ته تیاری نیسي، طالبان تر خپل واک لاندې سیموکې بزګرانو ته اجازه ورکړې چې کوکنار وکري."

دې ته په پام سره چې د هیرويينو کارخانې په سلو کې ۹۰ د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته وړل شوي، کارپوهان باور لري چې افغان ځواکونه باید د پراخو عملیاتو او دولتي حاکمیت په پراخولو سره په افغانستان کې د کوکنارو د کښت مخه ونيسي.

د پکتیکا پخوانی والي او سیاسي کارپوه امین الله شارق په دې باور دی چې طالبانو د ښارونو د نا امن کولو ترڅنګ، له دې لارې هم د کوکنارو کښت او قاچاقو ته زمينه برابره کړې چې د افغانستان ځينې زارعتي سيمې يې په لاس کې دي.

د ښاغلي شارق په وينا دې ټولو عواملو لاسونه سره ورکړي او نتيجه يې دا ده چې د هېرويينو د توليد فابريکې د ډيورنډ کرښې ها خوا ته انتقال او دولت د وسله والو مخالفينو لپاره يوه مالي سرچينه پيدا شي.

راپور: مرسلين ارسلا

XS
SM
MD
LG