د اسلامي دولت ډلې یا داعش تر کنټرول لاندې سیمې په سوریه کې د امریکا له ملاتړه برخهمند ځواکونو او د سوریې رژیم تر سختو حملو لاندې ونیولې چې په نتیجه کې یې څه باندې لس زره سړي، ښځې او ماشومان له دې سیمو وتښتېدل.
د دوی ترمنځ د داعش ډلې زیات شمېر جنګیالي چې دقیق ارقامیې نهدي معلوم هم موجود وو.
دوی ټول د سوریې شمال غربي ښار ادلیب ته وتښتېدل.
ادلیب د القاعده شبکې د یوې ملاتړې ډلې د شام د ازادۍ کمېټې تر کنټرول لاندې ده.
د سوریې فعالان چې د نوم له اخیستلو ډډه کوي وايي، د داعش یا اسلامي دولت ډلې جنګیالي او د شام د ازادۍ ډله چې د القاعده شبکې د ترورېستي فعالیتونو یو ائتلاف بلل کېږي څلور کاله مخکې لومړی وار سره په رهبرۍ مخالفت وکړ.
دوی جلا شول حال دا چې د دواړو ډلو په منځ کې د یو بل ملاتړي وو.
اوس د شام ازادۍ کمېټې د اسلامي دولت ډلې هغه جنګیالي بېرته منلي چې دوی سره پېژندل او ځیني نور یې بندیان کړي دي.
د لندن د اقتصاد پوهنتون استاد او د "ای. اېس. ای. اېس؛ یو تاریخ" کتاب لیکوال فواز ګومېز وايي:
"القاعده به د داعش له جنګیالیو په خلاصه غېږه هرکلی وکړي. هغه سرسخته جنګیالي چې د جګړې د میدان ښه تجربه لري."
القاعده ډله چې د نړیوالو ترورېستانو یوه اصلي شبکه ده، اوس د اسلامي دولت ډلې په تجزیې سره د خپلې ګټې لپاره کار کوي.
د عراق دوه استخباراتي چارواکو د نوم د نهښودلو په شرط اسوشیټېډ پرس ته ویلي چې د القاعده شبکې مشر ایمنالظواهري له ډېرې پخوا هم د اسلامي دولت ډلې ته د قناعت ورکولو هڅې کړي او خپل استازي ورلېږلي دي.
ایمن الظواهري له ډېرې پخوا هم د اسلامي دولت ډلې ته د قناعت ورکولو هڅې کړي.
دوی ویلي، داسې ښکاري چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش اصلي مشران له هغې ډلې ابوبکر البغدادي له دې بیعته خوښ نهدي.
د عراق دا استخباراتي چارواکي د سپټمبر په ۲۸مه البغدادي ته د منصوب غږیز کلیپ خپرېدل له دې قضیې سره بېربطه نهبولي.
هغه غږیز کلیپ چې بغدادي پهکې خپلو جنګیالیو ته واضح پیغام ورکړ او امر یې وکړ چې مقاومت وکړئ او ویېویل چې ځانونه مهتسلیموئ.
د اسلامي دولت ډلې جنګالیو په تېرو څو میاشتو کې تر خپل کنټرول لاندې پراخ مرکزونه له لاسه ورکړل او زرګونه جنګیالي یې ووژل شول.
په عراق کې یې د موصل ښار له لاسه ورکړ او څو ورځې مخکې یې وروستی اصلي مرکز رقه ښار په سوریه کې پرېښود.
اوس چې هم د القاعده ملاتړي او هم د داعش جنګیالي په ادلیب کې سره یوځای شوي د دوی د ځپلو لپاره به هم د سوریې رژیم پام کوي.
که څه هم د ترکیې پوځیانو تېره اوونۍ په ادلیب کې عملیات کړي، خو داسې ښکاري چې د نړیوالو تمرکز ورته په کار دی.
راپور: صفيالله ستانکزی