د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۵۰

نړۍ

د امریکا له ملاتړه برخمن پوځ وايي د رقه ښار یې نیولی دی

د امریکا له ملاتړ برخمن پوځ په سوریه کې ادعا کوي چې د رقه ښار یې په بشپړ کنټرول کې راوستی دی.

دوی د اسلامي دولت یا داعش ډلې دا د اوږدې مودې اصلي مرکز تر څو ورځې سختې جګړې وروسته نیولی دی.

د سوریې ډموکراټیک پوځ ویاند طلال سیلو نن ویلي چې:

"په رقه کې پوځي عملیات پای ته رسېدلي، خو تصفیوي عملیات لا هم دوام لري څو ځینې کسان چې که پټ وي له منځه یوړل شي او همداراز ماینونه هم شنډ کړای شي."

هغه وویل ژر به د رقه ښار د ازادي رسمي اعلان هم وشي.

رقه په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش اصلي مرکز و چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې یې کنټرول پرې درلود.

بریټانیا میشتې د بشري حقونو څار ډلې تائید کړې چې رقه ښار اوس په بشپړه توګه تصفیه شوی او د سوریې ډیموکراټیک پوځ له څلورو میاشتې راهیسې منجسم شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

لندن کې د چاقو په برید کې دوه تنه یهودان ټپیان شوي

د لندن پولیس د پیښې صحنه کې خپل تحقیقات کوي.
د لندن پولیس د پیښې صحنه کې خپل تحقیقات کوي.

لندن کې د یو کس لخوا د چاقو په برید کې دوه یهودان ټپیان شول.

ټپیان چې یویې ۷۶ کلن او بل ۳۴ کلن دی په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او وضعیت یې ثابت دی.

پولیس ویلي ۴۵ کلن مهاجم چې هڅه یې وکړه په پولیسانو هم برید وکړي نیول شوی دی.

د مارک رولي په نوم د پولیسو یو افسر وویل مشکوک برید ګر د جدي زور زیاتي او رواني ستونزو سابقه لري.

پنټاګون: ایران سره د جګړې لګښت تراوسه ۲۵ ملیارډ ډالرو ته رسیدلی

د امریکا ددفاع وزارت ، پنتاګون ،یوه چارواکي وویل چې ایران سره ددغه هیواد د جګړې لګښت تراوسه ۲۵ ملیارډو ډالرو ته رسیدلی دی.

دا لومړی ځل دی چې ددغې جګړې د لګښتونو رسمي شمیره خپریږي.

د راډیو فردا ، د ازادي راډیو د ایران د څانګې د رپوټ په اساس دامریکا ددفاع وزارت دمالي چارو مدیر جولز هرست د استازو دجرګې پوځي کمیټې ته ویلي دي چې ددغه لګښت ډیره برخه په مهماتو شوې ده .

امریکا د کب په نهمه په ایران بریدونه پیل کړل. اوس مهال ددواړو هیوادونو ترمینځ یونازک اوربند دوام لري.

ټرمپ وايي د ایران سمندري محاصرې ته دوام ورکوي

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ وايي نیت لري چې د ایران سمندري محاصرې ته ترهغو دوام ورکړي چې تهران دخپل اټومي پروګرام په اړه د امریکا د اندیښنو دلیرې کولو لپاره هوکړه وکړي.

دونالد ټرمپ د چهارشنبه په ورځ اکسیوس ویبسایت ته وویل : " محاصره تریو بریده د بمباردمان په پرتله ډیره اغیزناکه ده، ددوی وضعیت به نورهم ناوړه کړي او وبه نشي کړای چې اټومي وسله ولري. "

ټرمپ د ایران وړاندیز چې په کې له اټومي خبرو مخکې لومړی د هرمز تنګي د پرانیستلو او دمحاصرې دلیرې کولو غوښتنه شوې رد کړی دی.

د روانې اونۍ پیل کې رپوټ ورکړل شو چې ایران د پاکستان له لارې واشنګتڼ وړاندیز لیږلی دی.

دغه وړاندیز وروسته لدې وشو چې ټرمپ ایراني اړخ سره خبرو لپاره پاکستان ته د خپلو استازو سفر لغو کړ.

په لندن کې د یهودانو د وژلو په تور یو تن نیول شوی

د لندن په ګولډر ګرین سیمه کې هغه ځای چې پر دوو تنو د چړې برید وشو- د اپریل ۲۹ مه- ۲۰۲۶
د لندن په ګولډر ګرین سیمه کې هغه ځای چې پر دوو تنو د چړې برید وشو- د اپریل ۲۹ مه- ۲۰۲۶

د بریتانیا پولیسو نن چهارشنبه( د اپریل ۲۹ مه) وویل چې یو کس په لندن کې د دوو کسانو د وژلو په تور ونیول شو.

د لندن په شمال کې چې یهودان ډير اوسي نن یوه نارینه دوه تنه په چاړې ژوبل کړل.

د لندن پولیس وایي چې دا دوه ټپیان روغتون ته انتقال شول او د دوی روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.

پولیسو د نیول شوي مشکوک کس د هویت په اړه تر اوسه له رسنیو سره نور معلومات نه دې شریک کړي.

د امریکا دفاع وزیر کانګرس ته د ایران د جګړې په اړه معلومات ورکوي

د امریکا د متحد ایالتونو د جګړې( دفاع) وزیر
د امریکا د متحد ایالتونو د جګړې( دفاع) وزیر

د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزیر ( جګړې وزیر) نن کانګرس ته ځي چې د ایران د جګړې په اړه د کانګرس د غړیو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.

د دې جګړې له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې پیت هیګست د کانګرس د غړیو سوالونو ته ځواب وایي او ټاکل شوې ده چې ښاغلی هیګست به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو اعشاریه پنځه تریلیونه ډالرو دفاعي بودیجې په اړه هم د استازیو جرګې غړیو ته توضیحات ورکړي.

په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو او ډیموکرات ګوند استازیو تر دې مخکې د ایران د جګړې په اړه د ترلاسه کړیو معلوماتو په اړه نارضایتي څرګنده کړې وه، نو داسې اټکل کیږي چې له ښاغلي هګیست څخه به سختې پوښتنې وشي.

له اوپیک څخه د متحده عربي اماراتو تر وتلو وروسته استانې د دې تړون ملاتړ وکړ

د قزاقستان پلازمېنه، استانه
د قزاقستان پلازمېنه، استانه

د قزاقستان د انرژي وزارت نن وویل چې هیواد یې پر دې فکر نه کوي چې د تیلو د صادرونکو هیوادو له سازمان( اوپیک) څخه به وځي.

د منځنۍ اسیا دغهَ هیواد یوه ورځ وروسته تر دې دا اعلان وکړ چې متحده عربي امارات وویل چې د ایران د جګړې له امله د انرژي د بحران په ترڅ کې له اوپیک څخه ووځي.

اوپیک په نولس سوه شپیتم میلادي کال کې د سعودي عربستان، ایران، کویت، عراق او وینزویلا له لورې په بغداد کې تاسیس شو چې اوس یې د متحد عربي اماراتو په ګډون شمیر دولسو ته رسیږي.

د بریټانیا پاچا چارلس د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ولیدل

د بریټانیا پاچا چارلس د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره 
ملکه او لومړۍ مېرمن شاته روانې دي
د بریټانیا پاچا چارلس د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ملکه او لومړۍ مېرمن شاته روانې دي

د برتانیا پاچا چارلس د سې شنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ولیدل.

دا غونډه د هغه دولتي سفر یوه برخه ده چې هدف یې د ایران د جګړې په اړه د ژورو اختلافاتو سره سره د دواړو اوږدمهاله متحدینو ترمنځ د یووالي لا ټینګښت دي.

کله چې سلګونه میلمانه د سپینې ماڼۍ په چمن کې ولاړ وو او د مراسمو لپاره توپونه وویشتل شول، د امریکا ملي سرود وغږول شو، او چارلس او ملکه کامیلا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ میرمنې میلانیا ټرمپ لخوا له تود هرکلي سره مخ شول.

ټرمپ خلکو ته وویل: "څومره ښکلې برتانوي ورځ ده" هغه پاچا "ډیر سټایلش او باعزته سړی" یاد کړ او ټوکه یې وکړه چې مور یې " د چارلس مینه واله وه".

د بریټانیا پاچا او ملکه په یوه څلو ورځني دولتي سفر امریکا ته تللي.

د دغه سفر هدف د بریټانیا او د هغې د پخوانۍ مستعمرۍ تر منځ د هغو اړیکو لا ټینګښت دی چې په تېرو ۲۵۰ کلونو کې د امریکا د خپلواکۍ تر ګټلو وروسته رامنځته شوي. د دوی اړیکه په وروستیو کلونو کې د یوې ځانګړې اړیکې په توګه یادیږي.

د جرمني د باندنیو چارو وزیر د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو پر درېدا اندېښنه وښوده

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر، یوهانو ادیپهول، د ملګروملتو د امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو درېدا ښايي جګړه بیا پیل او نړیوالې پایلې رامنځته کړي.

هغه وویل چې د تاوتریخوالي زیاتوالی، په ځانګړي ډول د خلیج په هېوادونو کې پر ملکي هدفونو توغندويي بریدونو، د بې‌ثباتۍ د پراخېدو خطر لوړ کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د جګړې اغېزې لا دمخه نورو لرې سیمو ته هم رسېدلې دي، او ایران باید پر نورو هېوادونو له بریدونو ډډه وکړي او خپل اټومي پروګرام پای ته ورسوي.

هغه د بېلګې په توګه وویل چې د کیمیاوي سرې کمښت په اسیا کې د وریجو حاصلات کم کړي، او په افریقا کې د ترانسپورت لګښتونو د زیاتېدو له امله د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې ایران په سیمه کې د وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي، چې دا کار د خلیج په سیمه کې بې‌ثباتي زیاتولی شي.

یو امریکايي چارواکی وايي، ټرمپ د ایران له نوي وړاندیزه راضي نه دی

یو امریکایي چارواکي ویلي چې ډونالډ ترمپ د ایران د نوي وړاندیز په اړه نارضایتي ښودلې ده.

د دغه چارواکي په وینا، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، د امریکا د ولسمشر نارضایتي له دې امله ده چې د ایران په وړاندیز کې د دغه هېواد د اتومي پروګرام په اړه څه نه دي شامل شوي.

تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ ویاند هم تایید کړې وه چې ډونالډ ټرمپ او د هغه سلاکارانو د ایران وړاندیز ارزولی دی.

د دوشنبې په ورځ ځینو ایراني او سیمه‌ییزو چارواکو ادعا کړې وه چې د ایران په نوي طرحه کې د هرمز تنګي سمدستي پرانیستل، د جګړې تر پای پورې د اتومي خبرو ځنډول، او د ایران پر بندرونو د سمندري محاصرې پای ته رسول شامل دي.

ډونالډ ټرمپ مخکې خبرداری ورکړی و چې داسې هېڅ وړاندیز به ونه مني چې پکې د ایران د اتومي پروګرام د پای ته رسېدو څرګند ضمانت نه وي شامل.

د اروپایي کمیسیون مشره : پر ایران بندیزونه په هغه صورت کې لیرې کیدای شي چې دغه هېواد کې اساسي بدلونونه رامنځته شي

د اروپايي کمیسیون مشره اورزولا فون درلاین ، ارشیف
د اروپايي کمیسیون مشره اورزولا فون درلاین ، ارشیف

د اروپایي کمیسیون رئیسې، اورزولا فون در لاین، ویلي چې پر ایران لګول شوي بندیزونه به یوازې هغه وخت لېرې شي چې په دغه هېواد کې «بنسټیز بدلونونه» رامنځته شي.

نوموړې زیاتوي چې اوسمهال به ددغو بندیزونو لیرې کول له وخت مخکې وي .

هغې د دوشنبې په ورځ د ثور په ۷مه په برلین کې یوې غونډې ته وویل: «پر ایران بندیزونه د حکومت له خوا د خلکو د ځپلو له امله لګول شوي دي.»

هغې ټینګار وکړ چې د دې بندیزونو تر لغوه کېدو مخکې باید لومړی په ایران کې اساسي بدلونونه ولیدل شي.

د اروپایي کمیسیون رئیسې دا څرګندونې د جرمني د صدراعظم فردریش مرتس د تېرې جمعې د خبرو په غبرګون کې کړې دي. مرتس ویلي و چې که تهران د جوړجاړي لپاره چمتو وي، اروپایي اتحادیه چمتو ده چې بندیزونه راکم کړي او داسې نه ښکاري چې د اروپا مشران به له دې موضوع سره مخالفت ولري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG