پاکستاني چارواکي په کورمه اېجنسۍ کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه ردوي

د پاکستان پوځي چارواکو هغه راپورونه رد کړي چې وايي، افغان پولې ته څېرمه د کورمې اېجنسۍ په قبایلي سیمه کې د ترهګرو پر مرکزونو د امریکا بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو خبري اژانسونو د پاکستان د استخباراتي ادارې د چارواکو په حواله ویلي وو چې په کورمه اېجنسۍ کې د امریکا بې‌پېلوټه الوتکو د مشکوکو وسله‎والو پر مرکزونو پرله‎پسې ۳ بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۳۱ وسله‎وال وژل شوي دي.

خو د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر د سې شنبې په ورځ په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان د هوايي حریم سرغړونه نه‎ده شوې او نه‎یې هم پر خاوره د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه شوي.

خبرپاڼه وايي چې د کورمې اېجنسۍ قبایلي سیمې ته د افغانستان په خوست او پکتیا ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو عملیات روان دي چې په ترڅ کې یې هوايي بریدونه هم شوي او ګڼ شمېر وسله‌والو ته په‌کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

خبرپاڼې د پوځ د ویاند په حواله ویلي:

"افغانستان ته د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه تر سفر وروسته د دواړو هېوادونو د پوځیانو ترمنځ همغږي زیاته شوې ده."

په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان پر پوله په پرتو قبایلي سیمو کې د مشکوکو وسله‎والو پر مرکزونو د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه ډېر شوي دي.

دا بریدونه تر هغې وروسته ډېر شوي چې د امریکا نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ د اګسټ په ۲۱مه نېټه د افغانستان او سیمې لپاره د خپلې نوې تګلارې د اعلانولو پر مهال پاکستان د وسله‎والو په ملاتړ تورن کړ او ویې‌ویل چې وسله‎وال ترهګر دغه خاوره په افغانستان کې د بهرنیو او افغان ځواکونو پر ضد کاروي.

پاکستان بیا دغه تورونه رد کړي او ټینګار کوي چې پر خپله خاوره‌یې د ترهګرو پر ضد په پوځي عملیاتو کې د ټولو ترهګرو پر ضد یو ډول عملیات کړي او زیاتوي چې خپله خاوره د چا پر ضد کارېدو ته نه‌پرېږدي.

د یادونې وړ ده چې له تېرو نږدې ۸ کلونو راهیسې په قبایلي سیمو کې د مشکوکو وسله‎والو پر مرکزونو د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه روان دي چې په نتیجه کې یې د تحریک طالبان پاکستان د دوو مشرانو حکیم‌الله محسود او بیت‌الله محسود په ګډون ګڼ شمېر وسله‎وال وژل شوي دي.