د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

د کونړ په هوایي برید کې وژل شوي کسان ملکیان دي که داعشیان؟


د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې تېره ورځ د نړیوالو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې تر۱۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د دغه ولایت امنیه قومانداني وايي چې وژل شوي ټول داعشیان دي خو ځایي خلک بیا ادعا کوي چې وژل شوي ولسي وګړي دي.

د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت پرون پنجشنبه ناوخته ازادي راډیو ته وویل د پنجشنبې د ورځې مازیګر مهال د نړیوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل درې د بد ګوړ په سیمه کې د اسلامي دولت یا داعش وسله والو یو مرکز په نښه کړی او پکې ېې ۲۰ تنه وژلي دي.

ښاغلي همت وویل:

"په دیوه ګل دره کې نن برید ترسره شوی، د داعش ترورېستانو یوه ډېره مهمه قرار ګاه وه، داعشي ترورېستانو غوښتل چې له دې ځایه د مزار درې ته خپل تخریبي فعالیتونه وغځوي چې دوی نن دلته یوه ډېره قوي غونډه درلوده، په دې شورا باندې موثق برید ترسره شوی او پکې د لینډا قوماندان تر مشرې لاندې، ۲۰ وسله وال وژل شوي او یو شمېر وسلې يی هم تخریب شوي دي."

خو د سیمې اوسېدونکي بیا وايي چې ټول وژل شوي ملکي کسان دي

د بدګوړ یوه اوسېدونکي او د څوکۍ ولسوالۍ د شورا غړي مولوي احمد ازادي راډیو ته وویل چې په سیمه کې پیلوټه الوتکو دوه بریدونه کړي چې پکې يې د یو ماشوم په ګډون، ۱۵ ولسي وګړي وژل او یو ټپي شوی دی.

مولوي احمد زیاتوي:

"یو ماشوم کله چې زنانه له کوره وځي او تښتي ترې، پاتې شوی، هغه بلکل سوځېدلی دی، ټول ۱۵ تنه وژل شوي او یو سرسري ټپي دی، ټول عام وګړي دي، یو برید په یوه کور شوی او بل واده ته په روانو خلکو شوی."

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي او د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکي مولو شهزاده شاهد هم ازادي راډیو ته وویل چې په هوایي بریدونو کې وژل شوي ټول عام خلک دي.

مولوي شهزاده شاهد
مولوي شهزاده شاهد

ښاغلی شاهد زیاتوي:

"۱۴ کسان پېژندل شوي، ډېره درنه پېښه وه، خلک دې ته نه دي جوړ شوي چې د ماشومانو، ښځو او غټانو پوره پېژندل ګلوي وکړي."

ښاغلی شاهد وایي، تر دې وړاندې په یاد کلي کې یوه غټه جرګه هم وه .

خو قوماندان وايي چې وژل شوي کسان ټول داعش پورې تړاو لري او غونډه يې هم د دې لپاره کړې وه چې څو د کونړـ جلال اباد لويې لاره کې د خنډونو پیدا کولو لپاره کومه پرېکړه وکړي.

قوماندان همت زیاته کړه:

"بلکل په دې کې د ولسي خلکو وژنه حقیقت نه لري، یو ملکي نفر هم په دې کې نه دی وژل شوی، ټول مسلح کسان دي، ډېره مهمه قرار ګاه وه، دلته د مختلفو ولایتونو افراد او اشخاص تربیه کېدل، خصوصاً په دې اواخرو کې د دوی یو غټ پلان دا و چې د کونړـ جلال اباد لاره بد امنه کړي، خو د الله احسان دی، دا پلان شنډ شو."

تر اوسه د دولت وسله والو مخالفو ډلو د یادو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG