د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

شاهد: د کونړ په څوکۍ کې د هوایي برید پېښه دې وڅېړل شي


په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي وايي، د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوي کسان، ټول ملکیان دي.

د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ملكي كسانو د وژل كېدو په غبرګون كې، د ولسي جرګې غړي وايي، حکومت باید په دې اړه جدي او هر اړخيزه څېړنه وکړي.

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي او د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکي مولوي شهزاده شاهد چې د پېښې سیمې ته تللی، د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په دغه برید کې۱۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ولسي جرګې غړی مولوي شهزاده شاهد
د ولسي جرګې غړی مولوي شهزاده شاهد

ښاغلي شاهد زیاته کړه:

"په دغه برید کې ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي، په وژل شویو کې ۱۰ د دوو کورنیو غړي دي او پاتي څلور کسان د ګاونډ خلک دي، موږ ۱۴ جنازې د جمعې د ورځې په ۱۱ بجو کلي کې خاورو ته وسپارلې، دغه خلک هم د ژوند کولو حق لري، زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې سیمې ته یو پلاوی ولېږي او له عاملینو پوښتنه وشي."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کونړ امنيتي چارواکو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته په څوکۍ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ۲۰ داعش وسله وال وژل شوي دي.

اخوا بیا د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته ویلي چې په سیمه کې بې پیلوټه الوتکو دوه بریدونه کړي چې پکې يې د یوه ماشوم په ګډون، ۱۵ ولسي وګړي وژلي او یو ټپي شوی دی.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې، د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

تر دې وړاندې په ننګرهار، هرات، لوګر، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په بمبار کې، ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

همدارنګه ملګروملتونو په یوه نوي راپور کې ویلي چې په تېرو ۹ میاشتو کې د هوايي حملو له کبله، ملکي تلفات زیات شوي دي.

یوناما په خپل راپور کې یادونه کړې چې له جنورۍ تر سپټمبره ۴۶۶ ملکي افغانان د افغان او امریکايي ځواکونو په هوايي حملو کې مړه او ټپیان شوي چې د دې قربانیانو له ۳ دوه برخې ښځې او ماشومان دي.

که څه هم بهرنیو ځواکونو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د کونړ د پېښې په اړه جدي پلټنې کېږي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د جمعې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې چې کوم عملیات شوي، له رسنیو موږ واورېدل چې ملکي وګړي وژل شوي، دفاع وزارت په دې اړه څېړنې کوي او له څېړنو وروسته به بشپړ جزیات له رسنیو سره شریک شي، تر اوسه پورې تحقیقات روان دي."

دا په داسې حال کې ده چې افغان هوايي ځواک د امریکا د هوايي ځواک په مرسته، د وسله والو مخالفینو په وړاندې په پوځي عملیاتو کې، هوايي حملې زیاتې کړې دي.

خو له دې سره بیا د افغانستان د ولسي جرګې غړي خبرداری ورکوي، که چېرې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات ونشي، نو د خلکو او حکومت ترمنځ به واټن لا پراخ شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG