د افغانستان د کارګرانو د ملي ټولنې مشر وايي چې په سلو کې ۴۰ فیصده افغانان د بېوزلۍ له کرښې ښکته ژوند کوي چې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
په افغانستان کې روانې جنګ جګړې، ناامنۍ، ټولنیزو ستونزو، د کار ټیټ ظرفیتونو، له هېواده د پانګهوالو تېښتې او په حکومتي ادارو کې شته فساد د بېکارۍ لامل شوی چې بېوزلۍ تهیې لاره هواره کړې ده.
یو شمېر عام افغانان وايي، که څه هم لوړې زدهکړې لري، خو بیا هم کلونه کلونه کېږي چې بېکاره ګرځي او په ورځني ژوند کې له زیاتو ستونزو سره مخ دي.
دوی له حکومته غواړي چې د کار زمینې دې ورته برابرې کړي که نه ځوانان د یوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره د وسلهوالو مخالفینو له لیکو سره یوځای کېږي.
د سلمان په نوم یو ځوان وايي:
"بېکاري زیاته شوې ده، پخوا کارونه زیات و، چا به چې کم تعلیم هم کړی و، بېکاره نهپاتې کېده، نن لېسانسه او ماسټرانو ته کارونه نهپیدا کېږي، ځیني بېکاره ځوانان د مخالفینو لیکو ته هم ځي."
د ریاض په نوم بل ځوان بیا داسې وايي:
"بېکاري زیاته شوې چې ورسره بېوزلي هم زیاته شوې ده، له حکومته مو غوښتنه ده چې کاري فرصتونه رامنځته کړي چې له بېکارۍ سره بېوزلي هم لهمنځه ولاړه شي."
څه موده وړاندې افغان ولسمشر د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ویلي و چې په سلو کې لس افغانان کولای شي د ورځې درې وخته ګرمه ډوډۍ وخوري او بچیانو باندې لوړې زدهکړې وي.
محمد اشرف غني ویلي و چې په سلو کې ۴۰ داسې افغانان شته چې د ورځې دوه وخته ډوډۍ خوري او په ماشومانو باندې تر لېسې پورې زدهکړې کولای شي.
د ښاغلي غني په خبره په سلو کې له ۲۰ تر ۳۰ افغانان شته چې یو ځل ډودۍ خوري او کولای شي تر لومړني ښوونځي پورې په ماشومانو زدهکړې وکړي او پاتې افغانان نه ډوډۍ پیدا کولای شي او نه هم ښوونځي ته ماشومان لېږلای شي.
د نړیوال بانک د وروستیو احصائیو له مخې چې افغان حکومتیې هم تائیدوي په افغانستان کې د کار په شرایطو برابر ۱،۹ میلیونه کسان بېکاره دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د کارګرانو د ملي ټولنې مشر وايي چې هر کال د کار په شرایطو برابر ۴۰۰ زره افغان ځوانان د بېکارۍ په ډله ورزیاتېږي چې دا یوه لویه ستونزه ده.
د دغې ټولنې مشر معروف قادري ازادي راډیو ته وویل چې په سلو کې ۴۰ افغانان د بېوزلۍ له کرښې ښکته ژوند کوي.
دی وايي:
"په افغانستان کې د کار په شرایطو برابر ۱۵ میلیونه کسان اوسېږي، یو شمېر یې په دولت او ځیني یې په خصوصي سکټور کې په کار مصروف دي او متباقي یې بېکاره دي، دوه ډوله یو ښکاره او بله پټه بېکاري ده، پټه بېکاري هغه ده چې یو کس د میاشتې ۷۰۰۰ افغانۍ اخلي، ځکه د دوی لومړنۍ اړتیاوې ورباندې نهپوره کېږي، نو د فقر تر کچې لاندې ژوند کوي، دا د ټولو افغانانو ۴۰ فیصده جوړوي."
په ورته وخت کې د ولسي جرګې د روغتیا، کار او کارګرانو کمېسیون په هېواد کې په زیاتې بېوزلۍ اندېښنه څرګندوي.
د دغه کمېسیون غړی عبدالقادر قلاتوال له حکومته غواړي چې باید په هېواد کې کاري فرصتونه رامنځته کړي څو بېوزلي لهمنځه ولاړه شي.
قلاتوال زیاتوي:
"بېکاري او بېوزلي خپل اوج ته رسېدلې ده، طبیعي ده چې بېکاره ځوانان به د مخالفینو له لیکو سره یوځای کېږي، یا به په نشه روږدي کېږي او یا به په نورو فسادونو مبتلا کېږي چې دا خپله حکومت او د ټولنې په اوږو بار دی، حکومت ته لازمه ده چې د جذب قوه پياوړې کړي، څو بېکاره ځوانان په دندو وګماري او د بېوزلۍ کچه راټیټه شي."
د دغې جرګې بل غړی استاد محمد اکبري وايي، د حکومت له لوري د کار پیدا کولو لپاره سست اقدامات، په ادارو کې فساد، د بېکارۍ او بېوزلۍ عوامل شوي.
دی زیاتوي:
"د فساد پر ضد د حکومت هڅې ناکامې وې، فساد د بېکارۍ او بېکاري د بېوزلۍ لامل شوې ده."
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست په دولتي ادارو کې فساد مني، خو ټینګار کوي چې افغان حکومت په دې برخه کې جدي هلې ځلې پیل کړي.
فیضالله ذکي وايي، د بېوزلۍ او بېکارۍ د لهمنځه وړلو لپاره د د دولت په چوکاټ کې ځوانانو ته د کار موندلو کمېټه جوړه شوې ده.
ښاغلي ذکي زیاته کړه:
"د دولت په چوکاټ کې ځوانانو ته د کار موندلو کمېټه جوړه شوې، خپله اجرائیه رئیس د دغې کمېټې مسؤلیت په غاړه اخیستی، د کار او ټولنیزو چارو وزارت له اړوندو وزارتونو سره د دغې کمېټې عملي کار پر مخ وړي."
ښاغلی ذکي زیاتوي چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به په کابل کې د کارموندنې ملي کنفرانس رابولي، څو د کار موندلو لپاره یوه هر اړخیزه کړنلاره چمتو کړي او په هېواد کې بېوزلي لهمنځه یوړل شي.
د اقتصادي چارو کارپوه سیدالرحمن عمران وايي، حکومت باید په هېواد کې د بېکارۍ او بېوزلۍ د لهمنځه وړلو لپاره کورنیو او بهرنیو پانګهوالو ته د پانګې اچونې زمینې برابرې کړي.
دی وايي:
"څومره چې په یوه هېواد کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونه زیاتېږي په طبیعي ډول د بېکارۍ او بېوزلۍ په لهمنځه وړلو کې مهم رول درلودلای شي."
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د حکومت رهبري په ځانګړې توګه ولسمشر او اجرائیه رئیس په دې هڅه کې دي چې په هېواد کې د بېکارۍ کچه راټیټه کړي او د خلکو په ژوند کې ښهوالی راشي.
راپور: رحمتالله افغان