وزیري: د مرستو ازاد لاس او د امریکا ستراتيژۍ د دښمن روحیه کمزورې کړې

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو سره د مرستې لپاره د امریکایي قوماندانانو ازاد لاس د مخالفینو روحیه کمزوري کوي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل د شپې او ځمکنيو عملیاتو قومانده د افغان ځواکونو په غاړه ده، خو د نوي تګلارې له مخې امریکايي ځواکونه کولای شي د افغان ځواکونو ټولو اړتیاوو ته ورسېږي.

ښاغلی وزیري وايي، د مرستو ازاد لاس او د امریکا نوي ستراتژي عملاً د جګړو په جبهو کې د دښمن روحیه کمزورې کړې ده.

دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه:

"پخوا د امریکا د متحده ایالاتو قوماندانانو دلته قیودات لرل او دوی د هوايي بریدونو په برخه کې د ازادې مرستې لاس او واک نه درلود، اوس دوی ته هدایت ورکړل شوی چې موږ که هر څومره اهداف ورکړو دوی هغه تر برید لاندې ونیسي پخوا دوی دا کار نه شو کولای، دوی به یوازې د خپل صلاحیت مطابق اهداف تر برید لاندې نیول او بس."

خو ښاغلی وزیري وايي، د واکونو زیاتول په دې معنا نه دي چې څوک دې په خپل سر اهداف له منځه یوسي بلکې هر څه د سوق د ملي نظامي ادارې لخوا تحلیلیږي او د افغان ځواکونو له توان پورته اقدامات بهرنیو ځواکونو ته سپارل کېږي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره ورځ خپلو پوځي قوماندانانو ته په وینا کې وویل، په افغانستان کې یې خپلو قوماندانانو ته واکونه او وسایل زیات کړي او محدودیتونه یې ترې لرې کړل.

سر بېره پر دې هغه ویلي چې په افغانستان کې به د دوی حضور په زماني مهالوېش پورې اړه نه لري بلکې په شرایطو پورې به تړلی وي.

د جګړې په ډګر کې ځينې دا تغییرات داسې وخت اعلانېږي چې د اکتوبر د میاشتې په اوومه نېټه په افغانستان کې د امریکا د جګړې او حضور ۱۶کاله پوره شول.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو۱۶ کلونو کې افغان حکومت په تېره دې وزارت ډېرې لاسته راوړنې درلودې.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وايي، په یاده موده کې تروریستان ونه توانېدل په افغانستان کې مرکزونه جوړ کړي او پاکستان د تروریستانو د پالونکي هېواد په توګه معرفي شوی.

له دې سره د افغانستان د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي وايي، د جګړې په ډګر کې دا تغییر هغه وخت ګټور دی چې د افغانستان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د عملیاتو په برخه کې بشپړ همغږي موجوده وي.

هغه د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل پر پاکستان د امریکا فشارونه او ورسره په افغانستان کې د جنګېدونکو ډلو پر وړاندې د امریکايي ځواکونو د فشار ډېرېدل د دغې اوږدې جګړې بڼه بدلولای شي.

محمد اصف صدیقي

نوموړي زیاته کړه:

"څومره چې دوی ته د جنګ په برخه کې مسقیم صلاحیت ورکړل شي هغومره یې مورال قوي کېږي او مسؤلیت پزیري یې هم ډېرېږي د دې تر څنګ زموږ د امنیتي ځواکونو مورال ډېرېږي ځکه تر څنګ به یې مجهز قوي ځواک ولاړ وي."

خو ښاغلی صدیقي ټینګار کوي چې د امریکايي ځواکونو صلاحیتونه او واکونه نباید د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې سبب وګرځي او ستونزې لا پسې ډېرې کړي.

له دې وړاندې د امریکا په بمباریو او ډیرو واکونو له دې امله انتقادونه موجود وو چې ځينې وختونه یې د وسله والو مخالفینو ترڅنګ عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

راپور: یوسف خان ځدراڼ