د "بخښنې نړیوال سازمان" له اروپایي هېوادونو افغانستان ته د نېږدې ۱۰ زره کډوالو ستنولو ته اندېښنه څرګنده کړه.
د افغانستان لپاره د دې سازمان څېړونکې حوریه مصدق وایي، د افغانستان وضعیت د دغو کډوالو لپاره مساعد نهدی.
د "بخښنې نړیوال سازمان" په خپل نوي راپور کې د اروپایي ټولنې پر حکومتونو انتقاد کړی دی.
دغه سازمان وایي چې دغو حکومتونو د هغو زرګونو افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی چې بېرتهیې افغانستان ته لېږي.
د راپور له مخې په افغانستان کې د وهلو ډبولو، وژنې، یرغمل کېدو او نورو بشري ضد جرمونو امکانات شته.
د بخښنې د نړیوال سازمان د افغانستان د برخې څېړونکې حوریې مصدق ازادي راډیو ته وویل:
"د بخښنې نړیوال سازمان له اروپا څخه افغانستان ته د لس زره کډوالو پر بېرته ستنېدو اندېښنه لري، د بخښنې نړیوال سازمان له اروپایي ټولنې غوښتي دي چې د مهاجرو اجباري ستنېدنه باید بنده کړي."
د مېرمن مصدق په وینا ډېر کډوال په جرمني، ناروې، سویډن، هالنډ، فنلنډ او بریتانیا کې ثبت شوي دي چې په وروستیو کلونو کې په دغو هېوادونو کې د نویو مهاجرو د دوسیو د منلو شمېر خورا کم شوی دی.
د بخښنې د نړیوال سازمان په راپور کې راغلي دي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه لوړه ده، له اروپایي هېوادونو په زوره د کډوالو ایستل له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده.
دغه سازمان وایي چې د افغانستان په ټولو ۳۴ سره ولایتونو کې خطر شته.
د اروپایي ټولنې د رسمي شمېرو له مخې په ۲۰۱۶ کال کې ۹۴۶۰ افغانان بېرته افغانستان ته واستول شول، تر دې یو کال مخکې دا شمېره ۳۲۹۰ ته رسېده.
د "بخښنې نړیوال سازمان" په خپل راپور کې له یو شمېر هغو افغانانو سره چې له اروپا بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي، خبرې کړې دي.
دغو افغانانو ورته ویلي دي چې یو شمېر دوستانیې د دوی تر تګ وروسته د پېښو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د بخښنې د نړیوال سازمان د راپور له مخې افغانستان ته په استول شویو کسانو کې یو شمېر ماشومان او هغه زلمیان شامل دي چې کله اروپا ته راغلي وو، کوچنینان وو.
تمه ده چې د بخښنې د نړیوال سازمان مسؤلین نن په کابل کې د خپل راپور جزئیات له خبریالانو سره شریک کړي.