د افغان معلولو پوځیانو ټیم د «نه ماتېدونکو» لوبو د غوره ټیم جایزه وګټله

د بریتانیا شهزاده هري له خپلې ملګرې- امریکایۍ فلمي ستورې میګان مارکل سره یوځای د نه ماتېدونکي په نوم د ټپي سرتېرو د سپورټي لوبو د پای ننداره وکړه.

د انویکټس یا نه ماتېدونکي په نوم د اولسو هېوادونو د معلولو سرتېرو د لوبو د لړۍ د پای په مراسمو کې د بریتانیا شهزاده هري چې د افغانستان په جګړه کې یې برخه اخیستې، له خپلې ملګرې میګان مارکل او د هغې له مور سره یوځای ګډون وکړ.

په دې مراسمو کې ځینو نورو ستورو هم برخه اخیستې وه.

هري د لومړي ځل لپاره تېره اوونۍ د دې لوبو په جریان کې له مارکل سره په عام محضر کې څرګند شو، خو د پرونیو مراسمو په پیل کې دی د کاناډا د صدراعظم جوستین ترودو له مېرمنې سره ناست و، او میګان او مور یې لیرې د مهمو مېلمنو په ډله کې ناست وو.

په دې مراسمو کې ځینو نورو ستورو هم برخه اخیستې وه.

خو وروسته شهزاده د مېلمنو ځای ته ولاړ او له مارکل او مور سره یې کیناست او د موسیقۍ له برخې وروسته یې د مراسمو ګډونوالو ته وینا هم وکړه.

هري وویل چې زموږ نړۍ اوس ترپخوا زیاتې قربانۍ او امید ته اړتیا لري.

هري زیاته کړه چې ښايي همدا د هغې معما ورک ځواب وي چې حل یې موږ ارامولای شي.

په دې لوبو کې د اوو افغان پوځیانو په ګډون له اولسو هېوادونو څخه ۵۵۰ معلولو لوبغاړو په دولسو سپورتي برخو کې مسابقې وکړې.

د کاناډا د صدراعظم مېرمنې سوفي ګریګوري ترودو او د امریکا پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن د لوبو ګډونوالو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل.

د افغانستان د معلولو پوځیانو ټیم د دې لوبو د غوره ټیم جایزه وګټله.

د جمهوري ریاست د رسنیو د څانګې مشر صدیق صدیقي پر خپله فیسبوک پاڼه خبر ورکړی چې د انویکټس تر سرلیک لاندې د دې لوبو د پای په مراسمو کې افغان لوبډلې ته دا جایزه ورکړل شوه.

د ښاغلي صدیقي پر پاڼه همداراز د افغان لوبډلې د یوه غړي ویډیو خپره شوې چې په دې اړه خبرې کوي:

"د ډېرې خوښۍ ځای دی چې زموږ ټیم د نه ماتېدونکي د لوبو د لړۍ د پای په مراسمو کې وکولای شوای چې د تر ټولو غوره ټیم جایزه وګټي."

همداراز افغان لوبغاړو محمد عیسي اکبري او نصیر احمد حلیمي د وزن پورته کولو په برخه کې د نقرې او برونز مډالونه هم وګټل.

انویکټس لوبو هدف ټپي شویو سرتېرو ته روحیه ورکول دي.

دا دریم کال دی چې د نه ماتېدونکي په نوم د معلولو سرتېرو د سپورټي لوبو لړۍ جوړېږي.

د دې لوبو بل پړاو راتلونکی کال، د اسټرالیا په سیدني ښار کې په پام کې دی.