روسیه د شمالي کوریا د اټمي پروګرام او توغندیزې ازموینې د کړکېچ د هواري لپاره پر ډیپلوماتیکو حل لارو ټینګار کوي.
د روسیې ولسمشر یو ځل بیا پر شمالي کوریا د لا ډېرو بندیزونو له لګولو سره مخالفت وښود.
د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین ویلي د شمالي کوریا د توغندیزو ازموینو په اړه بحران له ډیپلوماتیکو لارو هوارېدای شي.
ویلاديمیر پوتین
نوموړي زیاته کړه:
"د شمالي کوریا د توغندیزې ازموینې ستونزې ته بله حل لاره نهشته مګر دا چې ډیپلوماتیکې لارې ولټول شي."
د روسیې ولسمشر دا خبرې نن په ولادې واستوک ښار کې د اقتصادي غونډې په څنډو کې وکړې.
تر دې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو پر شمالي کوریا د نویو بندیزونو د لګولو په اړه د یوه پرېکړهلیک کتبې لایحه د ملګرو ملتونو سازمان ته وړاندې کړه.
په دغې لایحه کې وړاندیز شوی چې د شمالي کوریا د تېلو پر خرڅلاو بندیز ولګول شي.
د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون د شتمنیو کنګل یوه بله غوښتنه ده چې په دې لایحه کې مطرح شوې ده.
په دې لایحه کې چې تېر ماښام د امریکا او نورو هېوادونو رسنیو ته رسېدلې، د کېم جونګ اون د سفر د ممنوعیت او د شمالي کوریا د نساجۍ پر صادراتو بندیز او هم د شمالي کوریا د هغو سلو زرو کارګرو د معاشونو د ځنډولو غوښتنه شوې چې به بهر کې په کارونو بوخت دي.
دا اقدام د شمالي کوریا لهخوا د قاره ویشتونکو او اټمي وسلې د ازموینې له کبله شوی دی.
ملګرو ملتونو ته د امریکا لهخوا په دې لایحه کې د شمالي کوریا د ملي هوایي شرکت ایر کوریو د شتمنیو پر کنګل هم ټینګار شوی دی.
د دغه شرکت الوتکې د پیکېنګ په ګډون د چین نورو ښارونو او د روسیې ولادې واستوک ښار ته پروازونه کوي.
د شمالي کوریا او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ کړکېچ مخصوصاً له امریکا، جنوبي کوریا او جاپان سره په دې وروستیو کې ډېر شوی دی.
د جاپان او جنوبي کوریا مشرانو له روسیې غوښتي چې پر شمالي کوریا سخت بندیزونه ولګوي.
وروسته له هغې چې شمالي کوریا د دوی په خبره هایدروجني بم وازمایه د امریکا او شمالي کوریا مشرانو یو بل ته ګواښونه وکړل.
شمالي کوریا ویلي، دغه بم چې د سپټمبر پر درېیمه نېټهیې وازمایه، پرې قاره ویشتونکي توغندي نصب کېدلای شي چې د امریکا متحده ایالاتو خاورې ته د رسېدو وړتیا لري.
چین چې د شمالي کوریا عمده متحد دی د پیونګ یانګ اټمي ازموینهیې غندلې ده.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د پیونګ یانګ دغه اقدام غندلی، خو پوتین تېره ورځ د اټمي پروګرام او توغندي د ازمویلو پر سر د شمالي کوریا یوې خوا ته پرېښودلو په اړه هم خبرداری ورکړی.
ملګرو ملتونو ته د امریکا متحده ایالاتو لایحه د تائید لپاره لږ تر لږه ۹ مثبتو رأیو ته اړتیا لري او باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنځلسو دایمي غړو لهخوا ویټو نهشي.
تر اوسه معلومه نهده چې چین به د پیونګ یانګ په وړاندې د تازه اقداماتو ملاتړ وکړي که څنګه؟