د افغانستان دفاع وزارت پاکستان ته د امریکا د پوځي مرستو مشروط کېدل پرځای او د سیمې د ثبات لپاره ګټور ګام بولي.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د لوی اختر په دوهمه ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې د بریا لپاره پرپاکستان فشارونه خورا مهم دي.
نوموړی زیاتوي:
"اساسي خبره دا ده هغه څوک چې له تروریستانو ملاتړ کوي که په هغوی فشار رانهشي او دا ورته ونه ویل شي چې له دې کاره دې لاس واخلي نو له ترورېزم سره جګړې بریالیتوب ته نهشي رسیدلای، په سیمه کې پاکستان د هغوی پوځیان او استخباراتي اداره یې له تروریستانو ملاتړ کوي."
د افغانستان دفاع وزارت له هغې وروسته دا څرګندونې کوي چې تازه د امریکا حکومت اعلان وکړ چې پر پاکستان خپلې پوځي مرستې مشروطوي.
د امریکا حکومت د دغه هېواد کانګرس ته خبر ورکړی دی چې پاکستان ته د ۱،۱ میلیارډ ډالرو پوځي مرستې قسطونه تر نامعلومې نېټې پورې ودروي.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدا راز ویلي که پاکستان په خپله خاوره کې د افغاني یاغیانو د پټن ځایونو پر وړاندې اقدام ونهکړي واشنګټن به له پاکستان سره د مرستو د درولو ترڅنګ ان پر دغه هېواد د بندیزونو پر لګولو هم فکر وکړي.
که څه دا لومړی ځل نهدی چې پر پاکستان د امریکا د پوځي مرستو یو برخه بندیږي خو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ تر اعلان وروسته د پاکستان پر وړاندې دا د امریکا لومړنی اقدام دی.
تر دې وړاندې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ستراتیژۍ د اعلان پر مهال ویلي چې امریکا پاکستان ته د میلیارډونو ډالر مرستې ورکړې خو دوی هماغو ترهګرو ته چې امریکا یې پر وړاندې جنګېږي پناه ورکړه او دا چلند باید بدل شي.
Your browser doesn’t support HTML5
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم تیره ورځ د لوی اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته وویل چې افغان حکومت له پاکستان سره د موجوده ستونزو د حل لپاره هر ډول خبرو ته چمتوالی لري.
ومو غوښتل چې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نظر هم واخلو خو بریالی نه شو.
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، د امریکا له وروستي اقدامه داسې ښکاري د امریکا متحده ایالات نور د پاکستان پر ژمنو باور نهلري.
د سیاسي چارو کارپوه ناصر شفیق په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"امریکا هغه تمه چې له پاکستانه یې لرله د هغې د ترسره کېدو په اړه نور پر پاکستان باور نهلري او وروستی اقدام یې پاکستان ته د ګواښ په معنا دی."
د ښاغلي شفیق په خبره که څه هم پاکستان به د امریکا د فشارونوپه مقابل کې د سیمې له نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې پیاوړي کړي او د امریکا پرضد د یوه ائتلاف د رامنځته کېدو ویره هم شته خو په ټوله کې پر پاکستان د امریکا فشار د افغانستان په ګټه تمامیدای شي.