په افغانستان کې د معتادینو ترمنځ د ایډز ناروغۍ زیاتوالی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د "اېچ. ای. وي" یا اېډز نېږدې په سلو کې پنځوس ناروغان معتاد دي.

افغانستان، هغه هېواد چې تر نورو هېوادونو ډېر کوکنار پکې کرل کېږي او نږدې درې نیم میلیونه وګړي یې په نشه يي موادو معتاد دي.

خو دا یوازې نشه نه ده چې د دې هېواد زرګونه وګړي په ځانګړي ډول ځوانان یې د مرګ له ګواښ سره مخ کړي، بلکې په نشه يانو کې د ایډز په ناروغۍ اخته کېدلو هم دوی په ټولنه کې د کرکې وړ ګرځولي دي.

په نشه يي موادو یو روږدې کس چې له کابو شل کالو راهیسې يې نشه کوله او اوس له نېږدې یوه کال راهیسې يې درملنه کېږي.

دی که څه هم خپل نوم نه يادوي، خو په لړزېدلي غږ کې وايي چې څنګه په ايډز اخته شو؟

هغه وايي:

"ما درې کاله له سرنج څخه په استفادې نشه يي توکي استعمال کړي، همدا کار د دې لامل شو چې زه په (ایج، ای، وي) یا ایډز باندې اخته شم چې ډېر خطرناک ویروس دی."

دا ناروغ چې اوس په ابن سینا روغتیایي مرکز کې بستري دی وايي، که څه هم تر پخوا ډېر ښه شوی دی، خو له نېږدې یوه کال راهیسې یې خپل ماشومان او کورنۍ نه ده لیدلې، د ده په وينا کورنۍ یې په دې نه پوهېږي چې دی په ايډز اخته دی.

دغه ځوان وايي، زموږ په ټولنه کې د ايډز له ناروغانو سره بد چلند کېږي او خلک په سپکه سترګه ورته ګوري:

"له موږ سره داسې چلند کېږي لکه بلاګاني چې يو، له موږ سره ناروغ نه کېني، ډاکټر نه راسره کېني، څوک زموږ څنګ ته نه راځي، ځکه چې په ایډز اخته یو، کله چې یو څوک بد چلند درسره کوي، نو څومره ناراحت کېږې، کله چې ټولنه درسره داسې وکړي، نو بیا خپله فکر وکړه، کله چې داسې چلند درسره وشي مجبور یې چې د مرګ هیله وکړې."

اوس مهال په ټول هېواد کې د ایډز د کنټرول په برخه کې کابو ۲۵ مرکزونه فعالیت کوي او د چارواکو په خبره دوی هڅې کوي چې د دې مرکزونو شمېر ډېر کړي.

له دې مرکزونو څخه يو هم د ابن سینا د معتادینونو د درملنې مرکز دی چې د ایډز په وایروس ککړ شاوخوا ۱۳ کسان هم پکې بستري دي.

د دې مرکز مرستیال واحد الله کوشان وايي:

"کله چي یو معتاد شخص مونږ ته راوړل کېږي، نو هغوی یو ځل معاینه کوو، په ځانګړې ډول هغه روږدې کسان چې د سرنج د استعمال له لارې يې نشه يي مواد استعمال کړي وي، کله چې دا ثابته شي چې دی په ايډز اخته دی، نو هغوی هم بستري کوو او ځانګړي تدابیر ورته لرو."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تر اوسه په ټول هېواد کې د اېچ ،ای، وي ۲۲۹۰ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۲۵ سلنه یې ښځې او ۷۵ سلنه يې نارینه دي.

د عامي روغتيا وزارت د ایډز د کنټرول د برخې سلاکار ثمرالدین ځاځی وايي، د اېډز نېږدې پنځوس سلنه ناروغان هغه معتادين دي چې تر ناروغۍ مخکې یې له سرنج له لارې نشه يي مواد استعمالول:

"په ټول هېواد کې کابو ۲۲۹۰ کسان چې په ایډز اخته دي له موږ سره ثبت شوي، خو د (یو. اين ایډز) ادارې د اټکل له مخې په افغانستان کې (۶۷۰۰) کسان په ایډز اخته دي، له۲۲۹۰ کسانو څخه چې له موږ سره ثبت شوي ۹۶۲ تنه هغه کسان دي چې د سرنج له لارې يې نشه يي موادو استعمالول."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د ایډز وایروس په اړه اندیښنه ښودلې او وايي چې د ایډز د مخنیوي او ختمولو لپاره نوي پروګرامونه لري.

د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي چې د هېواد په زندانونو کې هم دا ویروس په چټکۍ سره خپرېږي او د دې تر څنګ په زندانونو کې د نري رنځ ناروغي هم ډېره شوې ده.

د ډاکټرانو په خبره د ايډز وایروس د جنسي اړيکو، د وینې لیږد، د مور د شیدو، ږير ماشين او نورو تېغونو د ګډ استعمال له ناروغ نه روغ شخص ته انتقالېږي.

پر دې سربېره د هغو اميدواره ميندو ماشومان هم د مور په ګېډه کې په ایډز اخته کېږي چې مور یې په دې وایروس اخته وي.

راپور: عبادالله حنانزی