چارواکي: میرزا اولنګ کې د طالبانو او داعش مهم سنګرونه ونیول شول

افغان امنیتي ځواکونو د سرپل ولایت د صیاد ولسوالی په میرزا اولنګ سیمه کې د طالبانو او داعش مهم سنګرونه نیولي دي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني ازادي راډیو ته وویل، افغان ځواکونو دا پرمختګ تیره شپه کړی دی.

نوموړي وویل، په میرزا اولنګ کې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو له پیل راهیسې دولت ضد وسله والو ته درانه تلفات اوښتي دي.

د سرپل چارواکي وايي، د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ سیمې تر بشپړې تصفيې به دغلته پوځي عملیات روان وي.

  • پخواني معلومات:

د سرپُل ولايت چارواکي وايي، د درې-ورځنيو پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت ٣٧ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د والي وياند ذبيح الله اماني پرون يکشنبه ازادي راډيو ته وويل، په دغو ځمکنيو او هوايي پوځي عملياتو کې چې د سرپل مرکز ته څېرمه او صياد ولسوالۍ کې شوي- ګڼ نور وسله وال ټپيان شوي دي.

دی وايي:

"په دغو پوځي عملياتو کې ٣٧ تنه تروريستان د هغوى د ځينو مهمو قوماندانانو په ګډون وژل شوي او ٣٥ تنه نور يې ټپيان شوي دي. "

د سرپل ولايت چارواکي وايي، د البرز-١٠ په نامه دغه پوځي عمليات چې تر ډېره د صياد ولسوالۍ د تصفيې لپاره پيل شوي، اوس هم روان دي.