د اټمي موافقې نه عملي کېدو له امله ایران ته د ټرمپ نوی خبرداری!

د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ وايي، ایران د اټمي تړون له روحیې سره سم ګام نه اخلي.

د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ ډونالد ټرمپ د ایران او پنځه جمع یو هېوادونو پر شوي اټمي تړون یو ځل بیا انتقاد وکړ او ایران یې تورن کړ چې له دغه تړون سره سم عمل نه کوي.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر چې په نیوجرسي کې د رخصتیو تېرولو ته تللی دی خبریالانو ته وویل، که ایران له اټومي تړون سره سم مخته لاړ نه شي له بدو عواقبو سره به یې مخ شي.

ټرمپ: که ایران موافقه عملي نه کړي له بدو عواقبو سره به مخ شي.

نوموړي زیاته کړه:

"فکر نه کوم هغوی د اټمي تړون روحیې ته ژمن وي، زه په خپله عقیده لرم چې هغوی د تړون په اساس مخته نه ځي او که چېرته سم عمل ونه کړي ډېر سخت عواقب یې انتظار باسي."

ولسمشر ټرمپ دا ټینګار هم وکړ چې لا وخت او ګورو به چې ایران نور څه کوي.

د ایران او د نړۍ د پنځو جمع یو اټمي قدرتونو تر منځ د اټمي فعالیتونو د کمښت او اصلاح تړون په ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک شو.

په دې تړون کې راغلي و چې په ایران باندې به لګېدلي بندیزونه کمېږي.

له اول سره ولسمشر ډونالد ټرمپ د اټمي تړون په خلاف و خو په دې وروستیو کې یې د ځینو فشارونو په سبب د خپل کمپاین یوه اساسي ژمنه چې د دغه تړون لغوه کول و شاته پرېښې ده.

خو ټرمپ د دې تر څنګ چې په ایران، روسیې او شمالي کوریا یې د بندیزونو تازه لایحه هم توشیح کړې ایران یې تورن کړی چې په منځني ختیځ کې افراطي ډلي تمویلوي.

په دې لایحه کې د ایران د میزایلو له پروګرام سره تړلي کسان او کاروباریان تر بندیز لاندې نیول شوي او هم د بشري حقونو د سرغړونې په سبب بندیز لګېدلی دی.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې په منځني ختیځ کې د ایران د "ورانکاره" فعالیتونو په خاطر جدي اندېښنه لري او له امله یې په سیمه کې امن او سوکالي زیانمنه شوې ده.

ایران هم پر امریکا ورته تورونه لګوي.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني تېره اوونۍ د اروپايي ټولنې د بهرنی سیاست له مشرې فدریکا موګیریني سره په خبرو کې په ایران د امریکا تازه بندیزونه ناسم وبلل او ویې ویل چې امریکا له اټمي تړون سره سم مخته نه ځي.

راپور: صفي الله ستانکزی