د فېسبوک په ګډون نورې ټولنيزې رسنۍ له کورنيو، خپلوانو او ملګرو سره د تماس وسيلې دي، خو ایا د دغو رسنيو تر حد زیات کارول کومې ستونزې پېښولای شي؟
فېسبوک او انسټاګرام له موږ سره مرسته کوي چې له کورنۍ او خپلوانو سره په تماس کې واوسو، خو پر دغو ټولنيزو رسنیو ډېر وخت تېرول ښايي خلکو ته د يوازيتوب احساس ورکړي.
دا خبره د يوه نوي تحقيق نتيجه ښيي.
ځيني راپورونه د ټولنيزو رسنیو د اعتياد خبره کوي.
د پټرزبورګ پوهنتون د ارواپوهانو یو تحقیق ښيي، يو ځوان کس چې څومره ډېر وخت پر ټولنیزو رسنیو تېروي، هغه په ټولنه کې هغومره يوازې کېږي.
دا تحقيق د امريکا په روغتیايي ژورنال کې خپور شوی دی او وايي:
"هغو ځوانانو چې په ټولنه کې يې له مخکې لا د يوازيتوب احساس کاوه، ټولنيزو رسنيو ته مخه کړه او له همدې کبله دوی نور هم په ټولنه کې يوازې شول."
د تحقيق د نتايجو له مخې، د ټولنيزو رسنیو د زياتې استفادې له کبله رښتوني او مخامخ تماس ته لږ وخت پاتې کېږي.
بل دليليې دا راغلی چې پر فېسبوک خلک تل د خپل ژوند خوشاله شېبې شريکوي او کاروونکي خپل ژوند له نورو سره پرتله کوي چې په نتيجه کې يې دوی خفه کېږي او د يوازيتوب احساس کوي.
خو دوی دا نهګوري چې دا خوشاله شېبې يوازې د کاروونکو د ژوند يو اړخ دی ځکه هېڅڅوک د خپلو بدبختيو په اړه پر ټولنيزو رسنيو څه نهوايي.
د یوه بل تحقيق له مخې چې په بریتانيا کې د روغتیا په برخه کې رایل سوسايټي ادارې خپور کړی دی، انسټاګرام د ځوانانو ذهني روغتيا ته زيان رسولای شي.
دغه د عکسونو خپرولو رسنۍ چې اوس د فېسبوک لهخوا اداره کېږي، ۷۰۰ میليونه کاروونکي لري.
د تحقيق نتايج ښيي چې د انسټاګرام او سنيپ چيټ کاروونکي په دوامداره توګه له نورو خلکو سره د ځان پرتله کولو له کبله پر نفس له کم اعتماد سره مخامخ کېږي او دا د دوی پر خوب منفي اغېز کوي.
دغه دوه رسنۍ عکسونو ته ځانګړې شوې دي.
د تحقيق له مخې پنځه ټولنيزې رسنۍ په تر ټولو منفي اغېزو لرونکو کې ثبت شوي دي.
لومړی انسټاګرام، دوهم سنيپ چټ، درېيم فېسبوک، څلورم ټويټر او پنځم یوټيوب راغلی دی.
دغه تحقيق که څه هم یوټيوب د ښو وېډيوګانو په خاطر ښه ګڼي خو وايي، د کاروونکو پر خوب منفي اغېز کوي.
همداراز ټويټر او فېسبوک يې هم ياد کړی چې د افکارو څرګندولو او شبکه رامنځته کولو لپاره غوره ځای دی، خو داسې هم لیدل شوي چې پر دغو ټولنيزو شبکو د خپلو افکارو له څرګندولو وروسته خلکو ته تهديدونه هم شوي او له بد چلند سره مخامخ شوي دي.
تحقيقاتي ادارې د ټولنيزو رسنيو پر ادارو غږ کړی چې باید کاروونکو ته هغه مهال يو پيغام ولېږي کله چې دوی تر ټاکل شوې مودې زيات ټولنيزې رسنۍ وکاروي.