د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

د پاریس د حملې په تړاو په ټولنیزو رسنیو کې د ځینو افغانانو غمرازي


په پاریس کې وروستۍ حملې د نړېوالو غبرګونونو ترڅنګ د افغانستان په ټولنیزو رسنیو کې هم پراخ غبرګون درلود.

د ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول ځیني کاروونکو دغه حمله غندلې او د پاریس له خلکو سره یې غمرازي ښکاره کړې.

د شبنې د شپې د چاودنو او ډزو په نتیجه کې په پاریس کې ۱۲۹ تنه وژل شوي دي.

افغانان چې له کلونو راهیسې په خپل هېواد کې د چاودنو او انتحارونو شاهدان دی د هغه هېواد د خلکو درد تر نورو ښه خپلولی شي کوم چې د ورته پېښو ښکار شي.

په پاریس کې د وروستیو چاودنو په اړه د افغان حکومت ترڅنګ نورو عامو افغانانو هم په ټولنیزې رسنۍ فیسبوک کې په لیکنو او خپلو پروفایل تصویرونو ته د پاریس د جنډې په رنګ ورکولو له اغیزمنو سره خپله غمرازي شریکه کړې ده.

دوی په خپل فیسبوک پاڼو لیکلي چې له ترهګرۍ او انسان وژنې کرکه لري.

همت الله میثاق په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي:

یو شمېر بنسټ پاله بې پوهې مسلمانان په هیڅ ډول د نړۍ د اسلامي ټولنې ښکارندويي نه کوي. موږ مسلمانان یو؛ خو ترهګر نه یو.

یما حنیفي د فیسبوک یو بل کارونکي بیا په خپله پاڼه کې لیکلي:

په افغانستان کې هره ورځ په لسګونه کسان وژل کېږي.

طارق هاشمي بیا لیکلي:

په پاریس کې وروستۍ تروریستې حملې د داعش پر وړاندې د نړېوالو د یوځای کېدلو لپاره یو ښه فرصت دی.

اریانا سعید ویلي:

پاریس ته دعا وکړئ، بیروت ته دعا وکړئ، غزني ته دعا وکړئ، زابل ته دعا وکړئ، کندز ته دعا وکړئ، نړۍ ته دعا وکړئ او انسانیت ته دعا وکړئ.

د فیس بوک یوبل کارونکي صدیق یوسف بیا نوروته په خطاب کې لیکلي، هغه کسان چې د داعش له خوا په ننګرهار کې ووژل شول د هغوی عکسونه مو هم باید په پروفایلونو کې ایښي وو.

په پاریس کې د تېرې شنبې د شپې په چاودنو او ډزو کې ۱۲۹ کسان وژل شوي دي.
د فرانسې ولسمشر د درېیوو ورځو لپاره ملي ماتم اعلان کړی دی.

د فرانسي پېښو د نړۍ د رهبرانو تند غبرګونونه هم راوپارول.

د نړۍ یو شمېر مشرانو د غمرازۍ په ویلو سره دغه بریدونه په کلکو ټکو سره وغندل.

په ورته وخت کې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د انتحاري حملو او چاودنو ترسره کول که هغه په افغانستان کې وي یا په نوره نړۍ کې یو غیر انساني عمل دی.

افغانان په دې باور دي چې ترهګري پوله او مذهب نه پېژني او نه یواځې د افغانستان بلکه د ټولې نړۍ لپاره یو ګواښ دی.

دوی وايي چې د ترهګرۍ د رېښو د لمنځه وړلو لپاره باید د سیمې او نړۍ ټول هېوادونه رېښتینې هڅې وکړي ترڅو نور بل هیڅ انسان د چاودنو او انتحارونو ښکار نه شي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG